ارګ پر ملت او دولت د طالبانو وروستي بريدونه «ناروا» وبلل

ارګ ويلي په هلمند او غور کې د طالبانو وروستي بریدونه ښيي چې دوی د افغان د ولس له نېک او صادقانه نیت نه ناوړه ګټه اخیستې او خپلې ناروا جګړې ته یې دوام ورکړی دی.

د ولسمشر وياند صديق صديقي نن پر خپله ټوېټر پاڼه ليکي چې طالبانو د دولت او ملت پر وړاندې خپلو وحشیانه او ترهګریزو بریدونو ته زور ورکړی دی.