پر ټویټر د نجونو زده‌کړو ملي کمپاین پیل شو

یوشمېر مدني او ټولنیزو فعالانو نن (د چنګاښ دولسمه، د دوشنبې ورځ) پر ټویټر د «#نجونوـزده‌کړوـملي‌ـ‌کمپاین» پیل کړ. د دغه کمپاین مسوولان وايي چې یاد کمپاین یې د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلیو بندیزونو د لرې کولو په موخه پیل کړی او په وینا یې، له زده‌کړو د نجونو لرې ساتل نور د زغم وړ نه‌دی. د یاد کمپاین یو جوړوونکی خوشحال روهي سلام‌وطندار ته وویل چې زده‌کړې د نجونو بنسټیز حق او د ټولو افغانانو غوښتنه ده.