کندوز کې بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو ماشومان درنو کارونو ته اړ کړي
افغانستان کې اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ د ګڼشمېر خلکو پر ژوند سیوری غوړولی چې تر ډېره دې چارې ماشومان اغېزمن کړي دي.
افغانستان کې اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ د ګڼشمېر خلکو پر ژوند سیوری غوړولی چې تر ډېره دې چارې ماشومان اغېزمن کړي دي.
د میدانوردګ یوشمیر بڼوالو سلاموطندار ته ویلي چې د پخوا په پرتله دغه ولایت کې د ګېلاسو حاصلات او باغونه د پام وړ ډېر شوي، خو د مناسب بازار نشتون له امله ډېری بڼوال خپل حاصلات په نیمه بیه پلوري.
د پکتیکا ولایت اوسېدونکي د دغه ولایت په مرکز او یوشمېر ولسوالیو کې د روغتیايي خدمتونو له نشتون څخه شکایت کوي او وايي، دې ولایت کې روغتیايي خدمات په نشت حساب دي.
د مرکز ښرنې، وازېخوا، خوشامند، وړممۍ او ګومل ولسوالیو یوشمېر اوسېدونکو سلاموطندار ته وايي، د روغتیا په برخه کې له پراخو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
که څه هم په هلمند ولایت کې ګڼشمېر رسنیو خپلو فعالیتونه پرښيي، خو هغه چې فعالې دي، له پراخو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او کارکوونکي یې له معاش پرته کار کوي.
په کندهار ولایت کې يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې واخیستل شي، سلاموطندار ته وايي چې د کندهار ښار د اوومې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د يوه وژل شوي کس جسد موندلی شوی دی.
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د کابل امنیې قومنداني ته په یوه پنځه مادهییز لارښود کې سپارښتنه کړې چې له دې وروسته پلازمېنه کابل کې د اسلامي امارت سرتیري اجازه نه لري چې په یوه او بل پلمه د خلکو کورونه وپلټي. لارښود کې راغلي، د اسلامي امارت سرتیري دې د خپلو دندو پرمهال له ښاریانو سره ښه چلن وکړي.
وروسته له هغې چې د ښځو فعاله پروانه ابراهیمخېل له بنده خوشې شوه، داسې راپورونه خپاره شوي چې نیول شوې درې ښځینه فعالانې هم له بنده ازادې شوي، خو تراوسه په رسمي توګه دا راپورونه نه دي تایید شوي. یوناما د یادو ښځينه فعالانو له خوشې کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د نیول شویو ښځو خوندیتوب او سلامتي لویه اندېښنه ده.
یوشمېر مدني فعالان د نړیوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو له لوري د بشرپاله مرستو پر ناانډول وېش نیوکه کوي او وايي چې دغه مرستې د ټولنې اړمنو او مستحقو کسانو ته نه ورکول کېږي. نوموړی د بشرپالو مرستو د وېشلو بهیر له ناانډول او له قومي چلن څخه ډک بولي.
نورستان چې دوه کاله وړاندې د ملي پارک په نوم ونومول شو، مرکز پارون يې د ګوتو په شمېر هټۍ لري او اکثریت خلک یې درو او کلیو کې اوسېږي. له مرکز پارون ۴۰ کیلومتره لرې «کانتياو دره» کې چې د څارویو لپاره پراخ څړځایونه لري، ژوند په بشپړه توګه ساده او د خلکو لګښتونه له خپلې مالدارۍ دي.
د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته په هېواد کې زیات شمېر غږیزې، انځوریزې او چاپي رسنۍ د مالي امکاناتو نشتوالي له کبله وتړل شوې چې ګڼشمېر کارکوونکي يې، اوس د وزګارتیا له امله بېبرخلیکه دي، خو هغه رسنۍ چې اوس هم فعالیت کوي، خبریالان یې وایي چې د رپوټ جوړولو پر مهال په اسانۍ اطلاعاتو ته په لاس رسي نه بریالي کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون وویل چې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان غونډه د سعودي عربستان په بلنه د پاکستان په کوربهتوب جوړېږي. قریشی ویلي چې ټاکل شوې دغه غونډه په افغانستان کې د خراب بشري وضعیت او اقتصادي ناورین څخه د مخنیوي لپاره جوړه شي.
محمد ناصر نوري د بادغیس مرکز قلعهنو ښار کې د یوه مېلمستون خاوند دی او وايي، میلیونونه افغانۍ یې لګولي، څو دغه مېلمستون جوړ کړي او له دې لارې ګټه ترلاسه کړي. خو په وینا یې، څه باندې ۳ میاشتې کیږي چې هېواد کې د وروستیو بدلونونو او د کورونا ویرووس خپرېدو په دلیل هېڅ عاید نهلري او ډېر زیامن شوي دي.
د اسلامي امارت مشر هبتالله اخوندزاده نن د ښځو د حقونو په اړه په یوه تازه ځانګړي فرمان کې ویلي چې د نکاح پر مهال د بالغو ښځو رضایت ضرور دی او هېڅوک ښځې په زور سره په نکاح کولو نه شي مجبورولای. په افغانستان کې په کم عمر کې د نجونو ورکول او په زور سره ښځې نکاح ته اړ اېستل لویه ستونزه بلل کېږي چې په کراتو یې د مخنیوي غوښتنه شوې.
په نړۍ کې د کورونا ویرووس د بېلابېلو بڼو او ډولونو له موندنې وروسته په تازهګۍ سره د دغه وژونکي ویرووس یوه نوې بڼه موندل شوې چې په خورا چټکۍ خپرېږي. د روغتیا نړیوال سازمان د نوي موندل شوي کورونا ویرووس بڼه اومېکرون نومولې او د خپراوي په اړه یې اندېښنه ښودلې.
د پکتیا د صنعت او کانونو خونې رییس فضلالدین جلالزی وایي، تېرو درېوو مياشتو کې د ۸۰ سلنه فابريکو فعاليت درېدلی دی. هغه وویل، د دغو فابریکو فعالیت د خامو موادو نه موجودیت او بازارونو ته د یوشمېر بهرنیو هېوادونو د ټیټ کیفیته توکو د راوړلو له امله ځنډېدلې دي.
په فراه کې د روږدو کسانو د درملنې د ۱۰۰ بستریز روغتون مسوول عبدالودود نیازی سلاموطندار ته وايي چې دوی د ناروغانو د زیاتېدو، د ځای، درملو او خوراکي توکو د کموالي له امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د نیازي په وینا، دوی خپلې ستونزې له محلي او مرکزي چارواکو سره شریکي کړي او هڅه کوي چې ورته رسېدنه وکړي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون