د هېواد په کچه له ټولو ولایتونو څخه یو‌شمېر ځوانانو نن «چهارشنبه، غبرګولي ۳۱» کابل کې د «تشبث کمپ» تر عنوان لاندې په دوه ورځنۍ غونډه کې د کارموندنې ۴۶طرحې وړاندې کړې.

دغه پروګرام د «ایلسو» اقتصادي او حقوقي مطالعاتو موسسې او باختر پوهنتون له لورې جوړ شوی و. د یاد پروګرام جوړونکي وايي، د تشبث دغه پروګرام یې د نوښتګرو ځوانانو موندلو، شتمنیو ترلاسه کولو او د نویو بازارونو رامنځته کولو په موخه جوړ کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادې غونډې مسوولان وايي چې د تشبث یادو طرحو کې خیاطي، کوچني سوداګري، د ډیجیټال رسنیو رامنځته کول او افغانستان کې طبیعي او کرنیزو سرچینو څخه د استفادې څرنګوالي طرحې شاملې دي او د داورانو له لوري د تایید لپاره سیالي ته وړاندې شوې دي.

د دوی په وینا، دې پروګرام کې نجونې هم پراخ ګډون لري چې خپلې طرحې یې په انلاین بڼې وړاندې کړې دي.

د بلخ د ځوانانو ډله چې وړاندې شوې طرحې یې د ۳۴ ولایتونو په کچه ډېرې رایې ترلاسه کړي، مدیر یې وايي، په دې طرحې سره غواړي چې افغانستان د ډیجیټالازېشن پر لورې بوځي او ځوانانو ته د عاید یوه سرچینه رامنځته کړي.

هغه وویل: «د ډیجیټالاېزېشن او نوې ټکنالوژۍ باندې کار کوو، غواړو چې له دې وروسته افغانستان کې هر څه په برښنايي بڼه پرمخ یوړل شي.»

بل‌خوا د هرات د کارموندنې طرحې ډلې مسوول سیدرامش لطیفي وايي چې د دوی طرحه د ښځو په لاس جوړو شویو توکې په اړه ده. هغه وویل: «ښځې پر خپلې طرحې کار کوي او له کارول شویو توکو کارامد څیزونه جوړوي، لکه ګل‌داني، دست‌بند او د کثافات‌دانیو سطل. بل پروګرام کې ښځې باید مستقیم راشي او خپلې طرحې وړاندې کړي.»

په ورته مهال یاد پروګرام کې د دایکندي ډلې مدیر نعمت‌الله احساني وايي چې د ټیم طرحه یې د بادامو پروسس په اړه ده. هغه وویل: «د دایکندي ۸۰سلنه محصول بادام دي، زموږ طرحه د بادامو پروسس په اړه ده چې په ښه قیمت او عاید د کار بازار رامنځته کړو.»

د تشبث کمپ کې د کارموندنې په تړاو د طرحو وړاندې کوونکې ډلې له مسوولانو غواړي چې د کار بازار کې د دوی له وړاندې شویو طرحه د پلې‌کېدو لپاره هر اړخیز ملاتړ وکړي.

د تشبث کمپ مسوولان همداراز زیاتوي چې ټاکل شوې له ۴۶ طرحو، درې غوره طرحې یې د داورانو له لوري تایید او پلې شي چې ملاتړي بنسټونه او اقتصادي سکټور به یې له فني او مالي اړخه همکاري وکړي.

د اېلسو حقوقي او اقتصادي مطالعاتو  موسسې رییس محمدحنیف فرزان وايي چې ځوانان د اقتصاد اصلي خوځښت دی او هر ټیم باید خپلو طرحو لږ تر لږه ۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

بل‌خوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو ژمنه وکړه هغه ځوانان چې طرحې یې تاییدېږي، د کار بازار کې به یې د طرحو عملي‌کېدو برخه کې همکاري وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام