Asset 1SWN

اسلام‌اباد کې درې اړخیزه ناسته؛ سي‌پک پروژه کې د افغانستان د شاملېدو په اړه خبرې شوي

103994223-GettyImages-583778542.1910x1000_original

په اسلام‌اباد کې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران او د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ترمنځ د درې اړخیزې ناستې وروسته په یوې ګډه خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان-چین اقتصادي دهلیز کې د افغانستان د شاملېدو په اړه هم خبرې شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دې ناسته کې افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د دوام پر اهمیت، د ټاپي، کاسا ۱۰۰۰ او رېل پټلۍ پروژو پر پلي‌کېدو ټينګار شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ د پاکستان-چین اقتصادي دهلیز کې د افغانستان ورشاملول، افغانستان سره د اقتصادي همکاریو دوام یاد کړی دی.

خو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې په دې اړه چې افغانستان به د کومې تګ‌لارې له مخې دغه اقتصادي دهلیز کې شاملېږي، جزیات نه دي ورکړي او ا.ا هم په دې اړه له جزیاتو ورکولو ډډه کوي، خو وايي چې دې پروژه کې د ورګډېدو لپاره چمتووالی لري.

د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته وویل: «افغانستان که د دغه پروژې شریک شي، دا به یوه لویه لاسته‌راوړنه وي او د شریکېدو صورت کې به افغانستان له دې لارې خپلې اړتیاوې واردوي او صادراتو ته به هم بازارموندنه وکړي.»

د پاکستان-چین اقتصادي دهلیز د چین په نوښت د «یوه کمربند یوې لارې» تر نوم لاندې جوړ شوی چې ویل کېږي د دغه هېواد له لارې چین غواړي اسیايي هېوادونو سره ځان ونښلوي.

د اقتصادي چارو شنونکي ظاهر بهزاد وویل: «په اوسنیو شرایطو کې د دې زمینه مساعده ده چې افغانستان د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز کې شامل کړل شي او چین، افغانستان د ورېښمو لار یا د سور ښامار اقتصادي کمربند برخه وګرځوي.»

 چین او پاکستان له دې وړاندې هم په وار وار د دغو دوو هېوادونو په اقتصادي دهلیز کې د افغانستان د شاملتیا خبر ورکړی، خو تراوسه دغه ژمنه نه ده عملي شوې.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي په دې اړه وویل: «د دغو خبرپاڼه ستونزه دا ده چې د یادو سفرونو جزیات په‌کې نه ورکول کېږي. یوازې شعارونه دي چې سي‌پک شروع کېږي. دا چې ولې جزیات نشته، لامل یې دا دی چې چینایانو ا.ا ته ویلي چې لومړی ټول‌ګډونه او مډرن حکومت جوړ کړی، څو موږ پانګونه وکړو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د سي‌پک په نوم د ۶۵ ملیارډ ډالرو طرحه چې اقتصادي او ټرانزیټي پروژې په‌کې شاملې دي، په ۲۰۱۵ کال کې د چین او پاکستان ترمنځ په رسمي توګه پیل شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام