Asset 1SWN

سلام وطندار

مکسیکو کې د توپان له امله ۲۷ کسان مړه شوي

33ZA6A7-highres-1698376636

د مکسیکو د اکاپولکو تفریحي سیمه کې د «هریکېن اوتېس» په نوم توپان له امله ۲۷ کسان مړه شوې دي.

اوټېس توپان چې چټکوالی ساعت کې ۲۷۰ کیلومټره ته رسېده، یاده سیمه کې کورونه ویجاړ کړي او ونې یې له بېځه راوېستلې دي. سیمه کې د برښنا او مخابراتي شبکو ستنې هم نړېدلې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، ځینې روغتونونه د سېلابونو راوتلو له کبله اړ شوي چې ناروغان خوندي سیمو ته ولېږدوي.

چارواکو رسنیو ته ویلي چې ډېری کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي، خو د ټپیانو شمېر یې په ډاګه نه‌کړ. چارواکو همداراز سیمه کې بېړنی حالت اعلان کړی او ترڅنګ یې د څلور کسان د لادرکه کېدو خبر هم ورکړی دی.

د هواپېژندنې نړیوال سازمان دغه توپان د ریکارډ په کچه تر ټولو د تند باد‌لرونکو توپان په توګه یاد کړی دی.

د یاد هېواد دفاع وزارت په یوې خبرپانه کې ویلي چې د اردو، هوايي ځواک او ملي ګارډ شاوخوا ۸۴۰۰ ځواکونه د اکاپولکو ښار ته رسېدلي، څو د پاکو اړوند چارو کې ونډه واخلي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

اکاپولکو د مکسیکو د ګورېرو ایالت په سوېل کې پروت ښار دی چې خلک یې تر ډېره بې‌وزله او ژوند یې پر توریزم ولاړ دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام