Asset 1SWN

لېبیا کې سېلابونه؛ څه باندې ۲۲۰۰ کسان مړه او ۱۰زره لادرکه دي

libya-flood

لېبیا کې د سختو توپانونو له امله په راوتلیو سېلابونو کې زرګونه کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۰زره کسان لاهم نادرکه دي.

د لېبیا په ختیځ ساحلي ښار درنا کې چارواکي وايي چې تراوسه د سېلابونو له امله دغه ښار کې ۲۲۰۰ کسان مړه شوي او د ښار نږدې ټوله برخه ویجاړه شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د لېبیا ځینو ټلویزیوني شبکو دغه ښار کې د مړو شمېر شاوخوا ۵۰۰۰ ښودلی دی.

رویټرز خبري اژانس د درنا ښار د یوه روغتیايي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې د یاد ښار په دوو ولسوالیو کې سېلابونو ۱۷۰۰ کسان مړه کړي او ۵۰۰ نور هم په یوې بله ولسوالي کې د سېلابونو ښکار ګرځېدلې دي.

پر ټولنیزو رسنیو خپورو شویو ویډیوګانو او تصویرونو کې ښودل کېږي چې جسدونو ته ډله‌ییز قبرونه کیندل شوي دي.

د لېبیا نور ختیځ ښارونه له هغې ډلې بن‌غازي هم سېلابونو ویجاړ کړی دی. په همدې حال کې د سره صلیب نړیوالې ټولنې ویلي چې د مړو شویو کسانو شمېر ښايي له دې هم پورته شي.

د سره صلیب نړیوال فدراسیون او سرې میاشتې ټولنې یوه غړي تامر رمضان په یوه ویډیويي پیغام کې خبریالانو ته ویلي: «موږ کولای شو چې د خپلو اطلاعاتو سرچینو څخه دا تایید کړو چې د ورکو شویو کسانو شمېر تراوسه ۱۰زره کسانو ته رسېدلی دی.»

د ملګروملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې ځپل شویو سیمو کې د مرستو رسولو لپاره بېړنۍ ډلې رسېدلې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ترکیې ترڅنګ یو‌شمېر نورو هېوادونو هم دغه هېواد ته مرستې لېږلې، خو یاد هېواد کې د سیاسي کړکېچ له امله د مرستو رسولو بهیر ټکنی شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام