Asset 1SWN

لوګر کې تېرکال ۱۳۰۰ نوي ښوونکي پر دندو ګومارل شوي

فارمټ جدید خبر های فېسبوک برای سال ۲۰۲۴-

 د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي په د تېر یوه کال پرمهال یې په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې شاوخوا ۱۳۰۰ نوي ښوونکي پر دندو ګومارلي دي.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته وايي، په ګومارل شویو ښوونکو  کې ۲۰۰ یې ښځينه او پاتې یې نارینه دي چې  ۷۸۰ کسان یې، دیني مدرسو او پاتې یې په ښوونځيو کې پر دندو ګومارل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عرب زیاته کړه، د یادو ښوونکو له ګومارنې وروسته په ښوونځیو کې د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال لپاره د ښوونکو کمښت ستونزه سل سلنه هواره شوې او دیني مدرسو کې د ښځينه او نارینه ښوونکو کمښت لپاره به شاوخوا ۳۰۰ نور ښوونکي هم پر دندو وګوماري.

د مرکز پل‌علم یوه ښوونکي سردار ولي سلام‌وطندار ته وویل، د نویو ښوونکو له ګومارنې سره به په پیل شوي کال کې د پوهنې ریاست اړوند ښوونځيو او دیني مدرسو کې د ښوونکو د کمښت ستونزه هواره وي.

 نوموړي له پوهنې وزارت څخه وغوښتل چې په لرو پرتو سیمو کې د ښوونځيو د ودانیو نشتون ستونزې جدي پاملرنه وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

یادونې ده چې د لوګر پوهنې ریاست ۱۴۰۱ لمریز کال کې هم  د دیني مدرسو او ښوونځیو لپاره شاوخوا ۱۲۰۰ نوي نارینه او ښځینه ښوونکي ګومارلي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام