د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي په روان کال کې یې په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې شاوخوا ۱۱۰۰ نوي ښوونکي پر دندو ګومارلي دي.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب سلاموطندار ته وویل، په ګومارل شویو ښوونکو کې ۹۵۰ نارینه ښوونکي او ۱۵۰ ښځینه ښوونکې شامل دي چې ۷۱۸ یې په دیني مدرسو او ۳۱۹ نور یې په ښوونځیو کې ټاکل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
عرب زیاته کړه، په ښوونځيو او دیني مدرسو کې د ښوونکو د کموالي ستونزې د لهمنځه وړلو لپاره د یادو نوېو ښوونکو ګومارل خپله یوه مهمه لاسته راوړنه بولي او زیاتوي چې په دې ګومارنې په ښوونځيو او دیني مدرسو کې د ښوونکو د کمښت ستونزه تر ډېره حل شي.
د لوګر د ښوونځيو زدهکوونکي او ښوونکي هم خوښ دي چې په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې سلګونه نوي ښوونکي پر دندو ګومارل شوي، خو ټینګار کوي چې راتلوونکي نوي ښوونیز کال کې دې په ښوونځیو کې د کتابونو د کمښت ستونزې ته هم رسېدنه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د لوګر د پوهنې ریاست تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې هم د دیني مدرسو او ښوونځیو لپاره شاوخوا ۱۲ سوه نوي نارینه او ښځینه ښوونکي ګومارلي دي.