Asset 1SWN

لوګر کې څه باندې ۷۰۰ نوي ښوونکي پر دندو ګومارل کېږي

IMG-20230821-WA0014

د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د یاد وزارت د رهبرۍ د حکم له مخې د لوګر مرکز پل‌علم ښار او ولسوالیو دیني مدرسو ته ۷۱۲ ښوونکي ګومارل کېږي.

د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب سلام‌وطندار ته وویل چې د لوګر ۱۵۹ دیني مدرسو لپاره څه باندې ۷۱۲ نوي ښوونکي پر دندو ګوماري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

عرب زیاته کړه چې د یادو بستونو لپاره نن دوشنبه د زمري ۳۰مه په مرکز پل‌علم کې د پوهنې ریاست له لوري له سلګونه کسانو څخه ازموینه واخېستل شوه.

نوموړي همداراز وویل، یاد کسان به په مرکز پل‌علم او د لوګر په لرو پرتو ولسوالیو کې په دیني مدرسو کې د ښوونکو په توګه دنده کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې تېره ورځ د لوګر د پوهنې ریاست مسوولانو سلام‌وطندار ته په ورکړل شویو معلوماتو کې ویل شوي و چې تازه یې په مرکز پل‌علم او د دغه ولایت په لرو پرتو ولسوالیو کې ۶۶ نوې دیني مدرسې پرانېستلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام