Asset 1SWN

راجستان نن ای‌پي‌اېل کې ډیلي سره لوبه کوي

9f785aae-1932-4965-84b1-bf1052bfca04

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې سیالیو په لړ کې نن راجستان رویلز له ډيلي کپېټلز سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د جې‌پور په «سوای من‌سېنګ کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

راجستان رویلز لوبډلې د ۲۰۲۴کال روان ای‌پي‌اېل پړاو کې تر دې مهاله یوازې یوه لوبه کړې چې بریا یې په‌کې ترلاسه کړې. ډیلي هم یوه لوبه کړې او بایللې یې ده.

راجستان له لکناو لوبډلې ګټلې او ډیلي بیا پنجاب ته سیالي وبایلله. راجستان رویلز دویم او ډیلي کپېټلز د جدول اتم ځای کې دی.

له ۲۰۲۱کال راهیسې دواړو لوبډلو تر دې مهاله پنځه سیالي کړي چې ډیلي لوبډلې یوازې یو ځل راجستان مات کړی دی.

د یادو سیالیو په بېګانۍ لوبه کې چې د ریکارډ هدف په‌کې ټاکل شوی و، سنرایزر حیدراباد لوبډلې ممبی انډیینز ته ماته ورکړه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

حیدراباد لوبډلې دې سیالي کې ممبی ته په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې ۲۷۸ منډو هدف ورکړی و چې ممبی لوبډلې یې په ځواب کې یوازې ۲۴۵ منډې وکړې. سنرایزر د ۳۱منډو په توپیر بریا خپله کړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام