د کورنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې د تېرکال وروستیو شپږو میاشتو پرمهال یې ۸۷۴۸ جنايي پېښې ثبت کړي چې په تړاو یې ۱۲۵۴۰ کسان هم نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن پنج‌شنبه، وري نهمه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د تېرکال په وروستیو شپږو میاشتو کې د خپلو لاسته‌راوړنو په تړاو جوړې شوې خبري ناسته کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع دې خبري ناستې ته وویل: «په شپږو میاشتو کې ۸۷۴۸ جنايي پېښې په هېواد کې ثبت شوي چې ۷۲۲۳پېښې د پولیسو له‌خوا کشف او ۱۵۲۵ پېښې د امنیتي ځواکونو تر کشف لاندې دي.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې یاده موده کې یې ۲۱ انسان تښتونکي هم وژل شوي او ۱۷۲ نور بیا د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوي دي.هغه همدارنګه وویل چې د هېواد له هوايي ډګرونو او ځمکنيو لارو څخه د بېلابېلو جرمونو په تور هم ٢٢١ کسان نیول شوي دي.د کورنیو چارو وزارت په ټینګار سره ویلي، چې هیواد کې به هېڅ وسله‌والې ډلې ته د فعالیت اجازه ورنه‌کړل شي او ۱۴۰۲ لمریز کال پرمهال هېواد کې د امنیت د ټینګښت له نظره یو ښه کال و.

هغه وویل: «الحمدالله ۱۴۰۲کال د افغانستان په ډېری ولایتونو کې د امنیت ضد پېښې نه‌وې چې دا په تېرو څو لسیزو کې بې‌سارې ده.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په تېرو دوو کلونو کې هېواد کې جبهی جنګونه ختم شوي، خو له ځانمرګو بریدونو او په مرموز ډول د وژلو له پېښو شکایتونه شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام