Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې پر درې زره مالدارو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شول

میدان

د میدان‌وردګ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د ملګروملتونو د کرنې او خوړو نړیوال پروګرام (FCDO) ادارې له لوري د دغه ولایت په دریوو ولسوالیو کې د وروستیو اورښتونو له امله پر زیانمنو شویو درې زره مالدارو د څارویو خوراکه ووېشل شوه.

د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د پلان او پروګرامونو مدیر اصف‌الله اسدي سلام‌وطندار ته وویل، د کرنې او مالدارۍ وزارت پر وړاندیز د ملګروملتونو د کرنې او خوړو نړیوال پروګرام (FCDO) ادارې له لوري په نرخ، جلرېز او چک ولسوالیو کې پر شاوخوا درې زره بې‌وزله مالدارو د څارویو خوراکه ووېشل شوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه، هر مالدار ته دوه سوه کیلوګرامه حیواني متراکمه خواړه ووېشل شول.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د هغه په وینا، په پام کې ده چې ورته مرستې د میدان‌وردګ نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام