د ملګروملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان «IOM» په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانانو د عاید سرچینې کمې شوې یا لهمنځه تللي دي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د ګاونډیو هېوادونو له لوري په زور د افغانانو اېستلو لړۍ، افغانستان کې د وزګارتیا ناورین پراخ کړی او تر ټولو ډېر زیان یې هم ښځو او ماشومانو ته اړولی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
منصور چې تازه له پاکستان څخه هېواد ته راستون شوی، وايي، د وزګارتیا او کار نشتون له امله نهشي کولای چې د خپلې کورنۍ اړتیا وړ خواړه او اړتیاوې برابرې کړي.
نوموړي وویل: «درې میاشتې کېږي چې راغلی یم. کورنۍ کې نهه کسان یوو او زه یې سرپرست یم. پاکستان کې وم، ورځ مزدوري به مې کوله یو څه به کېدل. افغانستان ته چې راغلی یم، کاروبار نشته. د کور درې زره کرایه ورکوم، ماشومان مې له زدهکړو پاتي، زه یې د ښوونځي د لګښتونو توان نهلرم.»
په همدې حال کې له ایران راستون کړل شوی ګلاقا بیا وايي چې هېواد ته په راستنېدو، د ژوند اړتیاوو برابرېدو توان نهلري. «کله مې چې د کورنۍ غړي را ډيپورټ شول، زه هم اړ شوم چې بېرته راشم. رسټورانټ کې مې کار کاوه، د کور لګښت دی. د عاید سرچینې مې کمې دي او اړتیاوې نشم پوره کولای.»
د راپورونو پر بنسټ، د سرپرست له بیاځلې واکمنېدو راهیسې افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د شاوخوا ۷ زره او ۵۰۰ پراختیايي پروژو چارې ځنډول شوي او ګڼ شمېر افغانانو هم خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
د سرپرست ویاند ذبیحالله مجاهد سلاموطندار ته وايي چې تېرو شاوخوا دوه نیمو کلونو کې د کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه ګڼې اقتصادي سرچینې راژوندۍ شوي او هڅې روانې دي چې هېواد کې کاري ظرفیتونه زیات شي.
نوموړي وویل: «اقتصادي ستونزې او وزګارتیا له جګړې راپاتې موضوعات دي. ا.ا له راتلو وروسته، ډېرې اقتصادي سرچینې احیا کړي چې خلکو ته ډېره زمینه برابره شوې. ۱۵۰زره افغانان د کانونو برخه کې پر کار لګیا دي. سترې پروژې پیل شوي، لاهم هڅې روانې دي چې هېواد کې کاري زمینې رامنځته شي.»
د یادونې ده چې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو په جبري اېستو سره، افغانستان کې د وزګارتیا ناورین نور هم پراخ شوی او بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا زیاته شوې.