Asset 1SWN

هرات کې مېرمنو له وزګارتیا د خلاصون لپاره کوچنیو کاروبارونو ته مخه کړې

زنان-متشبث-در-هرات-2-1

هرات کې یو‌شمېر مېرمنې وايي چې له کار د ښځو مخنیوي وروسته، له رواني فشارونو د خلاصون او د عوایدو سرچینو رامنځته کولو په موخه یې کوچنیو کارونو ته مخه کړې.

۴۵کلنه زینب شفع‌زاده چې د هرات اوسېدونکې ده، په خپل کور کې یې د وچې مېوې کوچنۍ کارخونه جوړه کړې چې د دې ترڅنګ، شاوخوا ۳۰ نورو مېرمنو ته یې هم چې له کار راګرځول شوي، د کار او عواید ترلاسه کولو زمینه برابره کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دې مېرمنو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې او ښځینه زده‌کړیالانې هم شاملې دي.

سحر احمدیار چې هرات کې یې شپږم ټولګی پای ته رسولی، وايي، ځانته د بوختیا موندلو او له زده‌کړو د لرې پاتې کېدو له غمه د خلاصون لپاره یې، د نورو مېرمنو ترڅنګ دې کارخونه کې ممیز پاکوي.

هغې وویل: «هېڅ څه د زده‌کړو ځای نه‌شي نیولی، زه هره ورځ له ټولو مخکې راوېښېږم، له کتابچې او قلم سره مې کار دی. شپږم ټولګي ته چې ورسېدم، د کال وروستیو کې مې دا وېره لرله چې ښايي نوره ښوونځي ته لاړه نشم او له دې وضعیته ډېره ناخوښه وم، وروسته مې د ممیزو پاکولو ته مخه کړه.»

بل‌خوا یو‌شمېر دغه مېرمنې او د یادې کوچنۍ کارخونې او سوداګري خاوندې شفېع‌زاده په ګډون د کار بازار له سوړوالي شکایت کوي او وايي، هغه عواید چې له دې لارې ترلاسه کوي، د کورنۍ او ژوند اړتیاوې یې پرې نه‌شي پوره کولای.

زینب شفېع‌زاده وویل: «بازار نه‌لرو، خرڅلاو کم دی. موږ ممیز، بادام، سنځله او نورې مېوې پاکوو، کال نږدې دی، یوه میاشت پاتې. ټول محصولات مو پاتې دي، خرڅلاو نه‌لرو، مېرمنې او نجونې چې له ښوونځي او پوهنتون پاتې، بل کار نه‌لري، ټولې راغلې او دلته کار کوي.»

سونیا احمدي هم وویل چې د کورنۍ د غړیو شمېر یې ډېر دی او هغه عواید چې ترلاسه کوي، اړتیاوې یې پرې نه‌پوره کېږي. «کور کې مو تعداد ډېر دی. پيسې چې له دې ځایه ترلاسه کوو، یعنی د ورځې خرچه مو نه برابرېږي، هېڅ هم پرې نه‌کېږي چې وکولای شو، ژوند پرې وکړو.»

د هرات محلي مسوولانو په وینا، روان کال دغه ولایت کې ډېری ښځو او نجونو کورنیو کارونو ته مخه کړې او کوچنیو کاروبارونو ته یې مخه کړې چې ځینو برخو کې یې د مرسته کوونکو همکاري هم ترلاسه کړې.

په لوېدیځه حوزه کې د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه بهناز سلجوقي وویل: «موږ موسسو سره جلسې لرو او همداراز تجارت ریاست چې تل یې خصوصي سکټور څخه ملاتړ کړی، موږ د مېرمنو غږ تر دوی رسولی. ترڅو چې یوه پروژه چې ښځو پیل کړې، ترې ملاتړ وشي. موږ خپله هڅه کوو چې ښځې وروپېژنو موسسو ته، څو په پښو ودرېږي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په لوېدیځه حوزه کې د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، دا مهال څه باندې ۸زره سوداګرې مېرمنې په رسمي او ۱۲۰زره مېرمنې په غیررسمي توګه هرات کې فعالیت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام