سرپرست حکومت: نړیواله ټولنه کې د افغانستان ادغام اړین دی

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د افغانستان په اړه د دوحې غونډې د جزییاتو په خپرولو سره ویلي، دغه غونډه کې له افغانستانه بیاځلې د ترهګرۍ ګواښونو نه‌ رامنځته کېدو، زده‌کړو او کار ته د ښځو او نجونو بیرته ورګرځېدو او د اقتصادي او بشري مرستو وړاندې کولو لپاره اجماع موجوده وه.

هرات کې مېرمنو له وزګارتیا د خلاصون لپاره کوچنیو کاروبارونو ته مخه کړې

هرات کې یو‌شمېر مېرمنې وايي چې هېواد کې له کار د ښځو مخنیوي وروسته، له رواني فشارونو د خلاصون او د عوایدو سرچینو رامنځته کولو په موخه یې کوچنیو کارونو ته مخه کړې. په دې مېرمنو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې او ښځینه زده‌کړیالانې هم شاملې دي.

د روزګان دوو ولسوالیو کې ۱۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې

د روزګان په چهارچینو او خاص روزګان ولسوالیو کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت، ۱۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې.

د یاد ولایت د والي ویاند احسان‌الله حماس سلام‌وطندار ته وايي چې دغه مرسته د «اومه خیریه بنسټ» له لوري د چهارچینو او خاص روزګان ولسوالیو بې‌وزله، یتمانو او هغو کونډو سره شوې چې د کورنۍ سرپرست نه‌لري.

چین کې اورلګېدنه؛ لږ تر لږه ۱۵کسان وژل شوي

د چین په ختیځ نانجینګ کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

چارواکي وايي، د لومړنیو پلټنو پر بنسټ، داسې ښکاري چې اور د «جمعې پر ورځ، فبرورۍ ۲۳مه» د نانجینګ په «یوهواتای ولسوالي» کې د هستوګنې د یوې ودانۍ په لومړي پوړ کې پیل شوی، چېرته چې برښنايي بایسکلونه ساتل کېدل.

پر غزه د اسراییلو بریدونه؛ دیرالبلاح کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۷۰ ټپیان دي

د اسراییلي ځواکونو له لوري پر غزې د وژونکو بریدونو پر دوام تازه د غزې په «دیرالبلاح» کې د بریدونو پر مهال ۲۵ کسان وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي.

الجزیزې خبري شبکې نن «شنبه، فبرورۍ ۲۴مه» په یوه راپور کې ویلي چې بریدونه نن سهار شوي دي. له دې بریدونو یوه ورځ وړاندې هم دیرالبلاح کې د شویو بریدونو له کبله ۴۰فلسطینیان وژل شوي وو.