Asset 1SWN

سرپرست حکومت: نړیواله ټولنه کې د افغانستان ادغام اړین دی

ارګ-1-qh4t0ug5d0w8zpuzqw0kf5dgyphx3j3rl4mxyuzzbc

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د افغانستان په اړه د دوحې غونډې د جزییاتو په خپرولو سره ویلي، دغه غونډه کې له افغانستانه بیاځلې د ترهګرۍ ګواښونو نه‌ رامنځته کېدو، زده‌کړو او کار ته د ښځو او نجونو بیرته ورګرځېدو او د اقتصادي او بشري مرستو وړاندې کولو لپاره اجماع موجوده وه.

هغه پر خپله اېکس‌پاڼه ویلي چې د امریکا لوري د دوحې غونډې پرمهال نړیواله ټولنه کې د افغانستان بشپړ ادغام لپاره د یوې تګ‌لارې چمتو کولو وړاندیز کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د توماس وېست د څرګندونو په یوه برخه کې ویل شوي: «امریکا د دوحې ناستې (د دغه فامټ) له دوامه هرکلی کوي او د ملګروملتونو په مشرۍ د داسې یوه بهیر غوښتنه کوي چې نړیوال سیستم کې د افغانستان بشپړ ادغام په موخه د نقشې‌لار وړاندې کړي. دغه برخه کې باید د افغانانو هوساینه او د نړیوالې ټولنې ګډې ګټې خوندي شي.»

د سرپرست حکومت ویاند ذبېح‌الله مجاهد نړیوال سېستم سره د افغانستان د یو ځای‌کېدو له طرحې هرکلی کوي او سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، افغانستان سره د نړیوالو تعامل جدي اړتیا ده او نړیواله ټولنه دې د پلمو او شرطونو له وړاندې کولو پرته، دې برخه کې هڅې وکړي.

مجاهد ټینګار کوي، که افغانستان د نورو هېوادونو په څېر نړیواله ټولنه کې حضو ولري، له معقولو لارو به د ټولو هېوادونو ګټې تامین شي.

هغه وویل: «دا یوه اړتیا ده چې افغانستان هم د نورو هېوادونو په څېر نړیوالو تعاملاتو کې ګډون ولري او تعامل ورسره وکړي. افغانستان ته دې خاص شرطونه نه وړاندې کېږي، حرکات او امتیازي شرطونه دې ورته نه‌وړاندې کېږي او همداراز هڅه دې نه‌کېږي چې ستونزې پیدا شي او پلمې وشي. له ټولو هېوادونو غواړو، د امریکا په ګډون هم، افغانستان سره دې نارمل تعامل وکړي.»

د چارو ځینې کارپوهان بیا په دې باور دي چې نړیواله ټولنه کې د افغانستان بیا ځلې ادغام لپاره د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د زده‌کړو حقونو تامینولو او د ټولګډونه حکومت جوړولو په څېر د یو لړ مواردو عملي کولو ته اړتیا ده چې اسلامي امارت او نړیوالو تراوسه دې برخه کې هڅې نه‌دي کړي.

د نړیوالو چارو شنونکي ولي‌فروزان په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل: «نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ادغام موضوع چې ټام وېسټ وړاندېز کړې، ډېره مهمه ده. ترڅنګ یې هغه نور ښه مسایل هم مطرحه کړي چې د ښځو حقونه، د زده‌کړو او لوړو زده‌کړو حقونه، دا مهم مسایل دي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

سره له دې چې د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو څه باندې دوه کاله تیریږي، خو لاهم د سرپرست حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د کار وړ تفاهم نه ده رامنځ ته شوی او افغانستان اوس هم سیاسي انزوا سره مخ دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام