Asset 1SWN

د روزګان دوو ولسوالیو کې ۱۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې

0-0-

د روزګان په چهارچینو او خاص روزګان ولسوالیو کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت، ۱۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې.

د یاد ولایت د والي ویاند احسان‌الله حماس سلام‌وطندار ته وايي چې دغه مرسته د «اومه خیریه بنسټ» له لوري د چهارچینو او خاص روزګان ولسوالیو بې‌وزله، یتمانو او هغو کونډو سره شوې چې د کورنۍ سرپرست نه‌لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په مرسته‌ شویو توکو کې هرې کورنۍ ته ۱۵کیلو غوړي، ۱۰۰ کیلو اوړه، ۵۰کیلو وریجې، ۵۰ کیلو دال، ۵۰کیلو نخود او نور خوراکې توکې شامل دي. د

هغه وویل: «دا د یو خیریه بنسټ له لوري په چهار چینو او خاص روزګان ولسوالیو کې ۱۵۰۰ کورنیو ته د۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت باندې د خوراکي توکو مرسته ووېشله. دغه مرسته د کونډو ،یتیمانو،  شهیدانو، او بې‌وزله کسانو چي هغه د کور سرپرست نه‌لري، ورکول شول.»

بل‌خوا هغه کورنۍ چې یاده مرسته یې ترلاسه کړې، خوښ دي او د اومه خیریه بنسټ څخه یې مننه وکړه چې پر دوی یې مرسته ووېشله.

د چهارچینو ولسوالي اوسېدونکي نظرمحمد سلام‌وطندار ته وویل: «کور یې ودان دغه مرستې چې راسره وکړي، ته باور وکه چې د غوړو د رانیولو توان مې نهډ‌درلوده. دغه ښه دی بیا مو یو دوی میاشتې بسیږي، خو چې موږ سره نورې دوامداره مرستې وکړي او کار راته پیدا کړي، داښه دی.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

روزګان چې له تېرو څو کلونو راهیسې وچکالي ځپلی، اوسېدونکي یې اغېزمن شوي او دغه ولایت کې د پراختیايي پروژو او کاري زمینو د برابرېدو غوښتنه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام