پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت کې د اروپايي څانګې عمومي مدیر عبیدالرحمان نظامي کابل کې د پاکستان د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه د افغانستان لپاره نوموړی د خپل نوي سفیر په توګه معرفي کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د راپورونو پربنسټ، عبیدالرحمان نظامي د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت کې د سوېلي اسیا عمومي مدیر او همداراز په امریکا کې د دغه هېواد د سفیر د مرستیال په توګه هم دندې کړې دي.

له دې وړاندې منصور‌احمد خان کابل کې د پاکستان سفیر و چې درې ورځې وروسته به یې افغانستان کې دنده پای ته ورسېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ټاکل شوې عبیدالرحمان نظامي درې ورځې وروسته د منصوراحمد خان پرځای کابل کې د پاکستان د نوي سفیر په توګه خپله دنده پیل کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام