د مخکیني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هند ته له ۴۳ ورځني سفر وروسته نن سهار بېرته هېواد ته راستون شو. ښاغلی عبدالله داسې مهال هېواد ته راستنېږي چې په دې وروستیو کې له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون په هڅو د مخکیني حکومت یوشمېر سیاسي څېرې او چارواکي بېرته هېواد ته راستون شوي دي.

په همدې حال کې یوشمېر سیاسي شنونکي وایي، اسلامي امارت نه غواړي چې خپلو مخالفو څېرو ته د فعالیت زمینه برابره کړي. د هغوی په اند، د سیاسي څېرو راستنېدل، د افغانستان پر وضعیت اغېز نه‌لري، ځکه اسلامي امارت تراوسه په هېواد کې د اپوزیسیون منلو ته چمتو نه دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سیاسي شننونکی طارق فرهادي په دې اړه وایي: «د افغانستان اوسنی حکومت د هغو کسانو د راګرځولو په لټه کې دی چې له دوی سره بیعت وکړي او سیاسي فعالیت ونه لري. اوس د دغه حکومت سیاسي جوړښت او فکر د مخالفو څېرو او جریانونو زغم نه لري.»

له بلې خوا، یوشمېر سیاسي شننونکي باوري دي چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت هېواد ته د تېر حکومت د سیاسي څېرو په راوستلو سره د خپلې واکمنۍ د ټینګولو هڅه کوي.

د سیاسي چارو بل شنونکی میرویس اشفته سلام‌وطندار ته وایي: «د هغو څېرو راتګ چې په تېرو حکومت کې یې ښه سیاسي کارنامه نه درلوده، د هېواد او خلکو سیاسي برخلیک یې له یو نامعلوم وضعیت سره مخ کړی.  سرپرست حکومت د خپل حاکمیت د ټینګولو هڅه کوي.»

پخوانی ولسمشر حامد کرزی او عبدالله عبدالله، د تېر حکومت له هغو سیاسي مشرانو څخه دي چې د جمهوري نظام له ړنګېدو راهیسې په هېواد کې پاتې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا د اسلامي امارت په واکمنۍ کې بهر ته د ښاغلي عبدالله لومړنی سفر و چې د خپلې کورنۍ د لېدو لپاره هند ته تللی و او هلته یې له یو شمېر بهرنیو چارواکو سره هم کتلي دي

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت هېواد ته د سیاسي چارواکو راګرځولو لپاره افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون جوړ کړی چې تراوسه د دغه کمېسیون په هڅو د مخکیني حکومت څو چارواکي بېرته هېواد ته راستون شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام