د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي وزیر وحید مجروح په خپل فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې بېګاه شپه په محمد علي جناح روغتون کې د ناروغانو د پیوازانوله لوري د دغه روغتون یو‌شمېر ډاکټران او نرسان وهل او ډبول شوي دي.

مجروح په خپل فېسبوک‌پاڼه کې د محمد علي جناح روغتون د یوه نرس له خولې لیکلي چې بېګاه شپه د دغه روغتون په عاجله څانګه کې پر کورونا ویرووس د اخته یوه ناروع له مړینې وروسته، یو‌شمېر نرسان د ناروغانو د پیوازانو له لوري وهل او ډبول شوي دي.

د مجروح په فېسبوک‌پاڼه کې د ډاکټرانو د وهلو او ډبولو لامل نه دی په کوته شوی، خو په یوې بله لیکنه کې یې چې پر فېسبوک یې خپره کړې ویلي چې یو‌شمېر پیوازان د ډاکټرانو او نرسانو له لارښوونو پرته د اکسیجن درجه لوړه وي او د  ۲۰۰ ناروغانو اکسیجن ۴۰ناروغانو ته ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د فېسبوک‌ یو‌شمېر کارونکو هم ویلي چې د محمد علي جناح روغتون ډاکټرانو او نرسانو ځکه وهل او ډبول کېږي چې ناروغانو ته سمه توجه نه کوي.

د فېسبوک یوه کاروونکي تاج‌الدین حسنی پر خپل فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې په روغتونونو کې د خدماتو وړاندې کول د ضوابطو نه، بلکې د اړیکو پراساس دي. هغه وړاندې لیکلي، ډاکټران هغه ناروغ ته توجه نه کوي چې په سختۍ ساه اخلي او یو‌شمېر نور ډاکټران بیا پر کورونا د اخته کېدو له وېرې، هغه ځای پرېږدي.

د فېسبوک‌ د یو‌شمېر کاروونکو له خوا داسې اوازې هم خپرې شوي، هغه اکسیجن چې په محمد‌علي جناح روغتون کې تولیدیږي د ناروغانو د مړینې سبب کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام