Asset 1SWN

یونېسف: روان کال به افغانستان کې څه باندې دوه میلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي

Malnutrition and COVID-19 update

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا (یونېسف) په تازه‌ګۍ سره ویلي، روان میلادي کال به افغانستان کې دوه میلیونه او ۳۰۰ زره ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي او له ډلې به ۸۷۵زره بېړنۍ درملنې ته اړتیا پیدا کړي.

افغانستان کې د یونېسف استازي فران اکیزا ویلي: «سږکال تر دوه میلیونه زیات افغان ماشومان حادې خوارځواکۍ سره مخ کېدونکي دي چې ۸۷۵زره به یې بېړنۍ مرستې ته اړتیا ولري. شاوخوا ۸۴۰زره اومېندواره مېرمنې به هم پر خوارځواکۍ اخته شي او ښايي زیاتره یې د مرګ خطر سره مخ شي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال کابل کې د ماشومانو د روغتیا اندراګاندي روغتون مسوولان وايي، تېر یوه کال کې پر خوارځواکۍ اخته ۱۱۲۵ماشومانو دغه روغتون ته مراجعه کړې چې له ډلې یې ۸۰ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دغه روغتون د خوارځواکۍ برخې مسوولې حسیبې یوسفي وویل: «په تېرو درېوو میاشتو کې پر خوارځواکۍ اخته ۳۰۰ ماشومان دغه روغتون ته راوړل شوي چې له ډلې یې نهه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»

خالصه چې د کاپیسا اوسېدونکې ده او خپل ماشوم یې د درملنې لپاره د ماشومانو د روغتیا اندراګاندي روغتون ته راوړی، وايي، د بې‌وزلۍ له امله یې ماشوم پر خوارځواکۍ اخته شوی دی.

هغې وویل: «کور کې مو دوه غبرګولي پیدا شوي چې د یوه یې روغتیا ښه ده او بل یې د بې‌وزلۍ له امله پر خوارځواکۍ اخته شوی دی.»

د ننګرهار اوسېدونکی دوران چې ماشوم یې پر خوارځواکۍ اخته دی، د عامې روغتیا وزارت له مسوولانو غواړي چې ولایتونو کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درملنې لپاره زمینه برابره کړي.

نوموړي وویل: «موږ له ا.ا غواړو چې ولایتي روغتونونو کې د خوراځواکۍ ناروغۍ د درملنې زمینه برابره کړي او ماشومان مو د بې‌وزلۍ له کبله سم نه تغذیه کېږي او ا.ا څخه غواړو چې موږ سره مرسته وکړي.»

یوشمېر روغتیاپالان بې‌وزلي، د کورنیو له‌خوا د روغتیايي لارښوونو نه مراعتول او د ماشومانو نه واکسین کول افغانستان کې پر خوارځواکۍ د ماشومانو د اخته‌کېدو مهم لاملونه بولي.

د ماشومانو د روغتیا اندراګاندي روغتون ډاکټر عارف حسن‌زی وايي: «میندې باید خپلو ماشومانو ته تر شپږ میاشتو پورې شیدې ورکړي او کله یې چې ماشومان ناروغان کېږي باید د هماغې ناروغۍ ضد واکسین وکړي او باید نږدې ډاکټر ته مراجعه وکړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې یوشمېر مرسته رسوونکو بنسټونو ویلي وو، د نړیوالو مرستو په کمېدو سره، افغانستان کې د فقر او بې‌وزلۍ کچه پراخه شوې او ښايي زیات شمېر ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام