د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ګرځندوی امر حشمت‌الله ژمن سلام‌وطندار ته ویلي چې د اختر تر څلورمې ورځې پورې کونړ ته لس زره سيلانيان د چکر لپاره ورغلي دي.

د حشمت‌الله ژمن په وینا، دا په تېرو کلونو کې لومړی ځل دی چې په دومره لوړ شمېر سره سیلانیان دغه ولایت ته د چکر لپاره ورځي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی امر همداراز وايي چې نورګل ولسوالي کې یې د سيلانيانو د هرکلي په موخه ټيمونه ګومارلي او پر هغوی د چکر سيمو د معلومولو لپاره بروشورونه وېشلي دي.

بل‌خوا کونړ ته تللي سيلانيان له ځايي مسوولانو د اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کونړ ترڅنګ نورستان ته هم زرګونه کسان د چکر لپاره ورځي، خو د وروستيو سېلابونو له کبله د دغه ولايت د لویې لارې ځينې برخې ویجاړې شوي چې له کبله یې د سېلانیانو ورتګ ستونزمن شوی وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام