د اسلامي همکاریو سازمان  په کابل کې د افغانستان لپاره د خپل دفتر د جوړېدو خبر وکړ. دغه سازمان نن (یکشنبه، د کب ۱۵نېټه) په  خپل ټویټر کې لیکلي چې د اسلامي همکاریو د سازمان مشر محمدسعید العیاش تېره چهارشنبه په کابل کې خپل دفتر پرانېست.

د اسلامي همکاریو سازمان ویلي چې په کابل کې یې د خپل دفتر د بیا پرانستلو موخه له افغانستان او نړیوالو شریکانو سره د خپلو بشري هڅو همغږي کول دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه سازمان زياته کړې چې په اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو د وزيرانو په فوق العاده غونډه کې د تصويب شوي پرېکړه‌ليک پر بنسټ به د بشري او مادي منابعو له پلوه پياوړي شي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې د ملاتړ لپاره  خپلې ژمنې به له دې لارې عملي کوي.

په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان دفتر په لومړي ځل داسې مهال جوړېږي چې په دغه هېواد کې بشري وضعیت مخ په خرابېدو دی او د نړیوالو سازمانونو له خوا د ناورین د لا خرابېدو خبرداری ورکول کېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي همکاریو سازمان، په لېندۍ میاشت کې اعلان وکړ چې د دغه سازمان غړو هېوادونو ژمنه کړې چې د اسلامي پراختیايي بانک په ملاتړ به د افغانستان لپاره «بشردوستانه امانتي صندوق» جوړوي.

دغه سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د فوق العاده غونډې په پای کې وویل چې دوی له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د رسولو پر څرنګوالي او لارو چارو غږېدلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام