د نجونو لپاره د متوسطه ښوونځیو او لېسو د تړل پاتېدو په اړه د اسلامي امارت د پرېکړې په اړه د منفي غبرګونونو په دوام، د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ دغه پرېکړه له افغانانو او نړيوالې ټولنې سره خيانت بللى دى او ویلي چې دا افغانستان او نړېوالې ټولنې سره د شوي ژمنې خلاف وو.

ښاغلي وېسټ د ( چهارشنبې په ورځ د وري په درېمه نېټه) په خپل ټویټر کې لیکي چې د ملیونونو کورنیو سره یو ځای د اسلامي امارت په دې پرېکړې خپل ژور خفګان او خواشیني څرګندوي.

توماس وېسټ لیکلي: « ښوونه او روزنه د ټولو انسانانو اساسي حق دی او د افغانستان اقتصادي او ثبات ودې لپاره اړین دی. دا له افغانانو او نړېوالې ټولنې سره شویو ژمنو سره خیانت دی.»

افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، اسلامي امارت ژمنه کړې چې ټول افغانان د زده‌کړې حق لري. هغه له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د هېواد د راتلونکي او نړیوالې ټولنې سره د اړیکو درلودلو لپاره باید د افغانستان د خلکو پر وړاندې خپلې ژمني عملي کړي. د نجونو ښوونځي تېر کال کله چې اسلامي امارت د زمري میاشتې په ۲۴ نېټه د افغانستان واک ترلاسه کړ وتړل شول. اسلامي امارت لومړی له لومړي څخه تر شپږم ټولګي پورې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو اجازه ورکړه او بیا یې ژمنه وکړه چې په نوي هجري لمریز کال کې به ټول ښوونځي بیا پرانیزي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې څو ورځې وړاندې د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې د ۱۴۰۱ لمریز کال د وري په میاشت کې به د هېواد د ټولو ښوونځیو دروازې د هلکانو او نجونو زده کوونکو پر مخ پرانستل شي.

د اسلامي امارت د پوهنې وزارت په اعلامیه کې راغلي چې که د ښوونځیو یونیفورم له شرعي، افغاني دود او کلتور سره سم جوړ شي، یاد شوي ښوونځي به د اسلامي امارت د مشرتابه له حکم سره سم پیل شي.

يادې پرېکړې په کور دننه او بهر کې ګڼ شمېر  غبرګونونه را پارولي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولي يا یوناما  په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د دې سازمان مشرې ډيبورا لاینز د نجونو د ښوونځیو د تړل پاتېدو په اړه د دې سازمان ژوره اندیښنه د اسلامي امارت مسوولانو ته رسولې ده.

لاینز د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ته ویلي چې د ښوونځيو نه پرانستلو پرېکړه به باور له منځه يوسي. نوموړې د اسلامي امارت پر رهبرۍ غږ وکړ چې ټولو نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ټینګار کړی چې ښوونه او روزنه د انسان اساسي حق دی. د هغې په ​​وينا، د افغانستان له اقتصادي ناورین څخه د وتلو او د يوه پياوړي ټولنيز جوړښت د رامنځته کولو لپاره هم ښوونه او روزنه اړینه ده.

په همدې حال کې په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر یان مک‌کري له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره د ښوونځیو تړل “ډېر ناهیلې کوونکې” بللې. هغه ویلي،  د هغو راپورونو په اړه سخت اندیښمن دی چې اسلامي امارت له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته اجازه نه ورکوله چې ښوونځي ته ولاړې شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر ویلي چې د اسلامي امارت پرېکړه «ډېره مایوسه کوونکې او د دوی له ډېرو تضمینونو او څرګندونو سره په ټکر کې ده.» هغه ټینګار کړی چې « د افغانستان ټول ځوانان د زده‌کړې وړتیا لري.» د بښنې نړیوال سازمان هم په دې برخه کې اندېښنه څرګنده کړې.

پخواني جمهوررییس حامد کرزي هم له شپږم ټولګلي پورته د نجونو زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځیو تړل کېدلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې. هغه پر اسلامي امارت حکومت غږ کړی چې اباد او پرمختللي افغانستان ته د رسېدو لپاره دې د نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې ژر تر ژره پرانستل شي.

ښاغلي کرزي زیاته کړې، اسلامي امارت باید د هغو پردیو طرحو مخه ونیسي چې له زده‌کړې بې‌برخې، اړ او ترلاس لاندې افغانستان غواړي. پخواني جمهورریس د نجونو ښوونځیو د ژر تر ژره خلاصېدو غوښتنه کړې.

د پخواني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې. هغه په یوه پیغام کې ویلي چې ښوونې او روزنې ته  لاسرسي د هېوادوالو له اساسي اسلامي او مدني حقونو څخه دی.

ښاغلي عبدالله زیاته کړې چې د ښوونځیو دروازې باید د افغان نجونو او هلکانو پر مخ خلاصې شي څو خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي. هغه همداراز ویلي چې د ښوونيز کال په پيل کې د نجونو لپاره د ښوونځيو تړل د افغانانو د تمې خلاف دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام