په هېواد کې د نجونو او هلکانو د ښوونځیو بیاپرانستلو لپاره له میاشتو انتظار وروسته نن د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو دروازې به تر بلې خبرتیا پورې تړلې وي.

د پوهنې وزارت دغه پرېکړه له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوې ده. یو‌شمېر زده‌کوونکي د پوهنې وزارت دغه پرېکړه ناقانونه بولي او وايي چې اسلامي امارت د پلمو جوړولو او غلطو تګلارو د بنسټیزه کېدو په لټه کې دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

زده‌کوونکي وايي چې د پوهني وزارت غلطې او ناسمې پریکړې دوی پر یاد وزارت او اسلامي امارت بې‌باوره کړي دي. په لوګر او فاریاب ولایتونو کې زده‌کوونکي له اسلامي امارت څخه غواړي چې پر خپلې دې پرېکړې بیا کتنه وکړي.

د زده‌کوونکو ترڅنګ ښوونکي هم د ښوونځیو او زده‌کوونکو د اوسني وضیعت په اړه اندېښنه ښيي او وايي، اسلامي امارت باید خپله تګلاره روښانه کړي او ټولو زده‌کوونکو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي.

په همدې حال کې د پوهني وزارت وايي، د پوهني وزارت ویاند عزیز احمد ریان وايي، له شپږم ټولګۍ څخه د پورته ټولګیو ددرسي بهیر اجازه د اسلامي امارت د لوړ پوړو مقاماتو لخوا نه ده ورکړل شوې او تر امر ثاني پورې به د تطبیق وړ وي.

د پوهنې وزارت له لوري د نجونو ښوونځي پر نه پرانیسته پراخ غبرګونونه شوي او پر ټولنیزو رسنیو ګڼو کسانو پر نیوکې کړې دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپل فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د هغو پرديو طرحه باید پلي نه‌شي چې له تعلیم څځه بې‌برخې، محتاج او تر لاس لاندې افغانستان غواړي.

په افغانستان کې د ملګرو‌ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما ویلي، د اسلامي امارت له‌‌خوا د ښوونځیو د نه پرانستل کېدو په اړه خواشیني ښودلې ده.

د بښنې نړیوال سازمان د پوهنې وزارت د یادې پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلې يې دي چې نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې بېړني اقدامات وکړي، څو په افغانستان کې نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي.

د بشري حقونو څار بنسټ د ښځو د برخې مدیرې هیدر بار د پوهني وزارت نننۍ پرېکړه ظالمانه بللې ده. د افغانستان لپاره د امریکا شاژدافیر یان مک‌کري دا پریکړه ناهیلې کوونکې بللي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې د اسلامي امارت په راتګ سره نجونو ته له شپږم څخه پورته ټولګیو کې د زده‌کړو اجازه نه ده ورکړل شوې، په داسي حال کې چې د پوهنې وزارت پرون په ټول هېواد کې د نجونو او هلکانو لپاره د ښوونځیو  له پرانستلو خبر ورکړی و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام