اسلامي امارت په خوست او کنړ ولایتونو کې پر ملکيانو د پاکستاني پوځیانو بریدونه چې له امله یې تر ۳۰ زیات کسان وژل شوي او ګڼشمېر نور ټپیان شوي، په کلکه وغندل.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد څو شېبې مخکې په خپل ټویټر کې لیکلي: « د افغانستان اسلامي امارت په خوست اوکنړ کې پهمیشتو کډوالو دپاکستان بریدونه په کلکو ټکو غندي.  پر پاکستان غږ کوي په داسې مسایلو کې د افغانانو حوصلې مه ازمایئ او بیا ورته اشتباه تکرار نه کړي کنه بدې پایلې به ولري

د اسلامي امارت ویاند ټینکار کړی چې ټول مسایل باید د سیاسي لارو حل شي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني پوځیانو ننسهار په خوست کې د وزیرستاني کډوالو پر سیمو بمباري کړی.

دا پا داسې حال کې ده چې  پاکستاني پوځیانو پرون شپه د کنړ ولایت د شلتن ولسوالي پر استوګنو کورونو توپخانه‌یي بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې دښځو او ماشونانو په ګډون ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له خوست او کنړ څخه راسېدلي راپورونه په ډاګه کوي چې په دغه بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۰ ملکي وګړي پهخوست او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ ملکیان  په کنړ کې وژل شوي دي. پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

په همدې حال کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان پر سرحدي سیمو ددغه هېواد د بریدونو په تړاو یې په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان احضار کړی دی. دغه وزارت د افغانستان پر سرحديسیمو د پاکستاني پوځیانو بریدونه غندلي او د دغو بریدونو پر مخنیوي یې ټینګار کړی.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پاکستان سفیر ته ویلي، د افغانستان پر خاورېد هغه هېواد د بریدونو دوام به د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې کړي او « د بد خواهانو او د مغرضو کړیو د استفادې سبب شي چې ناورهپایلې به ولري

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، پاکستان سفیر ته یې اعتراضیه‌لیک هم سپارلی څو خپلو مشرانو ته وسپاري.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې د اسلامي امارت د سفارت شارژدافیر احمدشکیب احضار کړی دی. دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په اسلام اباد کې د اسلامي امارت د سفارت شارژدافیر یې د « سرحدي سیمو برید» په تړاو احضار کړی دی.

بلخوا، پاکستاني رسنیو د تېرې پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې په شمالي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان  په برید کې اوهپاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

 خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د پاکستاني طالبانو د خوځښتونو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده. د خبرپاڼې پربنسټ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې برید کړی او د پېښې د عاملینو پروړاندې یې د پرې‌کنده اقدام غوښتنه کړې ده

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د اسلامي امارت د سفارت له شارژدافیر څخه غوښتي چې له کابلڅخه دې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره د دوه اړخیزو اړیکو د زیاتېدو غوښتنه وکړي.

د یادونې وړ ده چې له کلونو راهیسې پاکستان ډیورنډ کرښې دې غاړه سیمو په ځانګړي توګه د کنړ پر ځینو ولسوالیو راکټي بریدونه کړيچې تل یې مرګ ژوبله هم اړولې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام