ایران کې افغان کډوالو سره د تاوتریخوالي او ځورونې په غبرګون کې د اعتراضونو په دوام، د افغانستان « یو د بل منلو » ټولنیز سازماننن کابل کې د سولهییز لاریون پرمهال اسلامي امارت او د ایران دولت څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو ستونزې دې د خبرو له لارې حل کړي.
د دغه سازمان مسوولان او غړي د ایران له خوا د افغان کډوالو ځورول غندي او وايي، افغانان نهشي کولی په ازاده توګه ایران کېوګرځي. دوی د ایران له دولت څخه غواړي چې افغان کډوالو ته د میلمنو په سترګه وګوري او ورڅخه ملاتړ وکړي.
د افغانستان یو د بل منلو ټولنیز بنسټ مسوولان خبرداری ورکوي، که ایران کې افغان کډوالو سره زور زیاتی دوام وکړي، د دغه دولت پروړاندې به ودرېږي « د اسلامي امارت له مقام او د ایران اسلامي جموریت څخه غواړو چې دې ستونزو ته د رسېدنې لپاره دې مذاکرهوکړي.»
ت
مخکې له دې هم ایران کې افغان کډوالو سره د ځورونې په غبرګون کې کابل، هرات، خوست او ځینو نورو ولایتونو کې اعتراضونه شوي دي.
هرات کې اعتراض کوونکو ان د ایران کنسلګرۍ ته اور ورته کړ او کابل کې هم اعتراض کوونکو پر ایران سختې نیوکې او شعرونه یېورکول چې له امله یې تهران افغانستان کې د خپلو سیاسي استازولیو فعالیتونه په موقت ډول وتړل.
دې ټولو سره سره ایران کې افغان کډوال اوس هم د دغه هېواد له ناسم چلند څخه شکایت کوي.
په همدې حال کې په تازهګۍ سره د اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولانو ویلي، ګاونډیو هېوادونو کې دافغان کډوالو ستونزو او ننګونو ته د رسېدنې په موخه نږدې راتلونکې کې د اسلامي امارت د چارواکو په ګډون د ایران، پاکستان او دکډوالو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان د عالي کمېشنرۍ څلور اړخیزه غونډه جوړوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ټاکل شوې دا ناسته راتلونکې میاشت د افغانستان، ایران، پاکستان د چارواکو او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ترمنځ جوړهشي. د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، په دې غونډه کې به د افغان کډوالو پر ستونزو او د هغوی وضعیت ته درسېدنې پر لارو چارو خبرې وشي.