باختر دولتي خبري اژانس د نيمروز د امنيې قومنداني د امنيت امر له قوله راپور ورکړی چې نن مازديګر دغه ولايت کې یوه کس د خپلې کورنۍ نهه غړي په مرموز ډول وژلي دي. په راپور کې راغلي چې دغه کس «ويس» نومېږي او د فراه ولايت د قلعه کاه ولسوالي اوسېدونکی دی.

د راپور پر بنسټ، دغه کس د نامعلومو لاملونو له کبله خپله مېرمن، ماشومان او خواښې وژلي او له کور څخه تښتېدلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دغه راپور کې همداراز راغلي چې ياد کس په «لوکسل» ډوله موټر کې تښتېدلی دی. بل خوا نيمروز کې هم يوه باوري امنيتي سرچينه دغه پېښه تاييدوي او وايي چې دغه کس د زرنج ښار اوسېدونکی دی او نن مازديګر يې خپله ټوله کورنۍ وژلې ده.

د ځايي مسوولانو له لوري د دغه کس په خپرو شويو تصويرونو کې ښکاري چې نوموړی وسله لري. د نيمروز ولايت امنيتي مسوولانو ويلي چې د قاتل د نیولو په هڅه کې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام