د اسلامي جمعيت ګوند د رهبرۍ شورا غړي محمد اسماعیل خان د عطا محمد نور په مشرۍ د ياد ګوند د بېل شوي حزب له لوري د کنګرې له جوړولو سره مخالف وښود.
اسماعيل خان له جمعيته د بېلې شوې څانګې له لوري جوړېدونکې کنګره غيرمعياري، تقلبي او شخصي ګڼي او د ياد ګوند له ټولو غړو یې وغوښتل چې د دغه ګوند د يو شمېر غړيو وروستۍ کړنې تحریم کړي.
د سید عنایت الله شاداب په مشرۍ د افغانستان د اسلامي جمعیت عمومي مجمع د ګوند د رییس د ټاکلو لپاره په کابل کې تېره پنجشنبه غونډه جوړه شوه. په دې ناسته کې چې د جمعیت ګوند یو شمېر غړيو لکه محمد اسماعیل خان، محمد یونس قانوني او د جمعیت ګوند نورو غړو پهکې برخه اخیستې وه، په پای کې عطامحمد نور د ګوند د رییس په توګه وټاکل شو.
اسماعیلخان نن په هرات کې په يوه خبري ناسته کې وويل، ځینې خلک چې د ياد ګوند غړيتوب نهلري د پنجشنبې په ورځ د شخصي غوښتنو پربنسټ کنګرې ته رابلل شوي وو.
اسماعیلخان زياتوي، د افغان سولې په اړه په ترکيه کې له جوړېدوکې ناستې وروسته هڅه کوي چې د اسلامي جمعيت ګوند د رهبرۍ شورا له غړيو سره په سلامشورو د ياد ګوند کنگره جوړه کړي. نوموړی زیاتوي، د ياد ګوند په دوه ټوټو وېشل لامل شو چې د دوی يو شمېر غړي د مسکو ناسته کې ونه بلل شي.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي جمعيت د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې صلاح الدین رباني ګډون نه و کړی. رباني د هماغې ورځې پر ماښام د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د عطا محمد نور په مشرۍ د جمعيت ګوند بېله شوې څانګه حقوقي باور نه لري.