د ملګرو ملتونو امنيت شورا په افغانستان کې د تاوتريخوالي او د هدفي وژنو له زياتېدو اندېښنه ښودلې او غوښتي يې دي چې دغه بريدونه دې ژر تر ژره ودرول شي.

يادې شورا تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په دغو بې‌رحمانه بریدونو کې د ښځو په ګډون ملکي مامورین، قاضیان، خبریالان، روغتیا پالان او مدني فعالان په نښه کېږي.

په اعلامیه کې دغه راز راغلي چې دوی دغه بريدونه په کلکه غندي او د دا ډول بریدونو عاملان بايد ژر تر ژره ونيول او محاکمه شي.

د امنیت شورا په اعلامیه کې له ښکېلو خواوو غوښتنه شوې چې د جګړې ټول لوري باید نړیوالو قوانیو ته درناوی ولري، تر څو د ولسي خلکو ژوند تامین شي.

د يادې شورا اعلامیه کې همداراز راغلي، د ولسي خلکو قصدي ‌وژل ښايي جنګي جنایت وبلل شي.

دوی همدغه راز ټېنګار کړی دی چې په افغانستان کې اوربند او تلپاتې سوله د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو له لوري د ټول‌شموله او هر اړخیزو خبرو له لارې راتلای شي او ويلي يې دي چې ښځې په دې بهير کې بايد په معنا لرونکې بڼه ګډون وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سولې پروسې دواړه خواوې هڅولي چې د باور رامنځته کولو، تاوتریخوالي کمولو او يادې پروسې ته د پرمختګ لپاره ګامونه واخلي. د اعلاميې په پای کې راغلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان او سیمې ته د ترهګرۍ د ګواښ په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د يادولو ده چې په دې وروستيو درې مياشتو کې په کابل او نورو ولايتونو کې بريدونه او هدفي وژنې ډېرې شوې دي. د ډېری داسې پېښو مسووليت څوک پر غاړه نه اخلي؛ خو حکومت تل د دې بریدونو پړه پر طالبانو اچولې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام