Asset 1SWN

د ملګرو ملتونو له امنیت شورا نه د افغان خبریالانو د خوندیتوب غوښتنه

خبرنگاران

د افغانستان د خبریالانو مرکز او د نړۍ له ګوټ ګوټ نه د رسنیو ۴۰ ملاتړو بنسټونو، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه لیک کې په افغانستان کې د خبریالانو هدفي وژنو پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې او له دغه سازمان څخه یې غوښتي چې د مخنیوي په برخه کې یې لاس په کار شي.

د بیان ازادي ملاتړو بنسټونو او رسنیو خبرداری ورکړی، که په افغانستان کې دغه وضعیت دوام ومومي، د بیان ازادۍ او ولسواکۍ ته به سخت زیان ورسېږي.

دغه لیک چې د افغانستان د خبریالانو مرکز له لوري چمتو شوی، په‌کې لیکل شوي چې د دغه بنسټ د موندنو پر بنسټ، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته په هېواد کې امنیتي وضعیت خراب شوی او په لړ کې یې لس خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

په یاد لیک کې غوښتنه شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې د خپل ۲۲۲۲ پرېکړه‌لیک او ځینو نورو مصوبو پر بنسټ، په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو خواوو وغواړي چې د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

د بیان ازادۍ ملاتړو بنسټونو او رسنیو په دغه لیک کې ټینګار شوی، په داسې حال کې چې د افغان حکومت له لوري د خبریالانو امنیت خوندیتوب په برخه کې هڅې شوي، خو بیا هم د خبریالانو خوندیتوب لپاره شوې هڅې بسنه نه کوي او د سزا بښنې دود لا هم پر خپل ځای دی.

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ بنسټ نن هم په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېروالی او هدفي وژنو د ښځینه خبریالانو د کارونو مخه ډب کړې ده.

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ بنسټ مسووله فریده نېکزاد د خبریالانو پر وړاندې د ستونزو ډېروالي ته په اشارې وايي، که حکومت او امنیتي ادارې د خبریالانو پر وړاندې د هدفي وژنو او ترورونو مخه ونه نیسي، دا وېره شته چې د رسنیو او د بیان ازادۍ غږ چوپ شي.

د هغې په خبره، د دولت پر نه ملاتړ سربېره، د رسنیو ملاتړو بنسټونو هم د روان ناسم وضعیت د پای ته رسېدو لپاره اقدامات نه دي کړي.

د رسنیو او د بیان ازادۍ ملاتړو بنسټونو د ملګرو ملتونو له امنیت شورا نه غوښتي چې په افغانستان کې د خبریالانو خوندیتوب لپاره خپلې هڅې زیاتې او د افغان حکومت په همکارۍ د خبریالانو پر وړاندې د سزا بښنې دود ته د پای ټکی کېږدي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام