کابلوف: روسیه ښايي د ا.ا حکومت په رسمیت وپېژني
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د دې احتمال شته چې دغه هېواد د ا.ا حکومت په رسمیت وپېژني او د دې اقدام لپاره افغانستان کې د یوه پراخبنسټه حکومت جوړېدو ته ړتیا ده. نوموړي پرون له یوه روسي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، د دې موضوع لپاره د روسیې د ولسمشر او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست له لوري شرایط ټاکل شوي چې دې برخه کې به د جدي خبرو لپاره زمینه هم برابره شي.