د کابل امنیتي مسوولانو نن د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې له تېر یوه کال راهیسې پلازمېنه کابل کې امنیت ښه شوی او په بشپړه توګه یې د وژنو مخه نیولې ده.

د کابل د امنیې قومنداني مرستیال موسی‌جان ابراهیم په دې ناسته کې وویل چې پلازمېنه کې یې د وژنو مخه نیولې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «زموږ په ټول کابل کې د قتل دروازه الحمدالله درېدلې ده، یو مسلمان په قتل نه رسېږي. دا لوی نعمت دی دا لوی شکر غواړي. د امارت د بقا لپاره پر موږ تاسې دعا واجبه ده.»

نوموړی دغه څرګندونې داسې حال کې کوي چې یوازې تېره لنډه موده کې دیني عالم مولوي سردارولي ثاقب او د هېواد مشهور ډاکټر انورالحق جبارخیل کابل کې په دوه بېلابېلو پېښو کې په مرموز ډول ووژل شول.

په ورته وخت کې د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ دې ناسته کې وویل چې تېر یوه کال کې یې نږدې ۳۲۵۵ کسان په بېلابېلو جنایيي پېښو کې د لاس لرلو په تور نیولي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، یاده موده کې یې زرګونه کیلوګرامه نشه‌یي توکي، الکولي مشروبات، وسلې او نقلیه وسایط هم کشف او ضبط کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام