د بندخونو چارو د تنظیم ادارې نن ملت ته د دولت د حساب ورکونې په پروګرام کې د دغې ادارې خپل یو کلن کاري پلان له خلکو سره شریک کړ.

دغه اداره وايي چې د افغانستان بندخونې له ډېرو نیمګړتیاوو سره مخامخ دي او په هېواد کې هېڅ بندخونه معیاري نه ده.

د بندخونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال نظام‌الدین نورستاني وايي چې د هېواد بندخونې ښه وضعیت کې نه دي او ګڼ‌شمېر یې مناسبې ودانۍ نه لري.

د نوموړي په وینا، بندخونې د بندیانو د لارښوونې لپاره ځانګړی لارښود نه لري او د دغه لارښود او مقررې نه موجودیت د هغوی په منځ کې د بې‌نظمۍ او ستونزو جوړولو لامل شوی دی.

هغه وايي، اوس یې د مرکزي بندخونې په ګډون، پر ځینو هغو کار پیل کړی او د بیارغونې چارې یې روانې دي.

نورستاني زیاتوي، په ۱۳۹۹ مالي کال کې یې ۶۵۶ ټیلیفونونه، ۱۶۸۰ چاکوان، ۱۱۱۵ ګرامه چرس، ۹۱۳ ګرامه هیرویین، ۱۲۹۶ ګرامه شیشه او ۱۰۱۰ ګرامه کوکنار یې له بندیانو سره نیولي او ترې اخیستي دي.

د هغه په خبره، اوس له ۲۹ زرو ډېر بندیان د هېواد په ۳۸ بندخونو کې دي چې له ډلې یې نږدې ۴ زره هغه طالبان دي.

بله‌خوا د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې هم نن د دغې ادارې یوکلن کاري راپور خپور کړ.

د چارو ادارې عمومي رییس فضل‌محمود فضلي وايي، ډېر ژر به د هغو نوماندوزیرانو پر ځای نوي نوماندان ولسي جرګې ته ور وپېژندل شي چې دې جرګې ورته د باور رایه نه ده ورکړې.

هغه د دولتي کارکوونکو د معاشونو لوړوالي په اړه د ولسي جرګې غوښتنې ته په اشارې وویل چې د یادې جرګې قانوني غوښتنې به ومني او په وینا یې، ولسمشر او کابینې د ولسي جرګې پرېکړې ته د درناوي له کبله درې ځله د هېواد بودیجه تعدیل کړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې رییس فضل‌محمود فضلي وايي، له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون جوړول، له اداري فساد سره د مبارزې پلانونو غني کول او له اداري فساد سره د مبارزې مسودې جوړول د دغې ادارې لاسته‌راوړنې دي.

د هغه په وینا، د ۴۵۲ لوړپوړو دولتي چارواکو او کارکوونکو معاشونه د هغو د شتمنیو نه ثبتولو له کبله ځنډول شوي دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام