د جېنوا کال بنسټ چې د سویس په پلازمېنې جېنوا کې د یوې اوونۍ لپاره د اسلامي امارت د ورغلي پلاوي کوربه و، اعلان کړی چې له دغو خبرو وروسته یوه «بشردوستانه اعلامیه» تصویب شوې ده.

دغه بنسټ پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغانستان ټولو خلکو ته د روغتیا او پوهنې د خدماتو چمتو کول،  بشري مرستو ته درناوی او د چاپیریال او فرهنګي ځایونو ساتنه د دغه اعلامیې مهم ټکي دي چې پرې هوکړه شوې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د جېنوا غونډه چې د جګړو پر مهال د ملکیانو د خوندیتوب لپاره کار کوي، له دوشنبې څخه تر جمعې ورځې پورې د اسلامي امارت پلاوي سره د تړلو دروازو تر شا ناسته وکړه.

سویسي رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله رپوټ ورکړی چې د اسلامي امارت د دفاع وزارت اړوند د صفوفو د تصفیې کمېسیون رییس لطیف‌الله حکیمي جینوا کې د اسلامي امارت د پلاوي مشري پر غاړه لري.

یاد پلاوی د یوې اوونۍ لپاره له نادولتي او مرستندویه سازمانونو، د سویس او د اروپايي هېوادونو له یو‌شمېر چارواکو سره لېدنه کړې.

د بشر حقونو ته درناوي، بشرپالو مرستو، د مرستندویه بنسټونو د کارکوونکو او ملکیانو خوندیتوب، له ماشومانو ساتنه او د نا چاودېدونکو توکو او ماینونو پاکول د دې غونډې د بحث و موضوعات دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سویس د بهرنیو چارو وزارت ټينګار کړی چې دغه خبرې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په معنی نه دي.

یاد وزارت همداراز زیاته کړې چې افغانستان د جګړې، د کورونا ویروس خپراوي او همداراز په ژمي کې د سړې هوا له امله په یوه بېړني او پېچلي وضعیت کې دي او دغه وضعیت ته د رسېدنې په موخه اسلامي امارت پلاوی یادې غونډه ته وربلل شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام