د اسلامي امارت یو پلاوی جېنوا کې د یوه نادولتي سازمان په ناسته کې د ګډون په موخه سویس ته تللی دی. ټاکل شوې چې یاده ناسته راتلونکې دوشنبې د بندو دروازو ترشاه پیل او تر جمعې ورځې دوام وکړي.

سویسي رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله رپوټ ورکړی چې د اسلامي امارت د دفاع وزارت اړوند د صفوفو د تصفیې کمېسیون رییس لطیف‌الله حکیمي جینوا کې د اسلامي امارت د لس کسیزه پلاوي مشري پر غاړه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاد پلاوی به د یوې اوونۍ په ترڅ کې له نادولتي او مرستندویه سازمانونو، د سویس او د اروپايي هېوادونو له یو‌شمېر چارواکو سره لیده کاته ولري.

ویل کېږي چې په دغه ناسته کې به د بشر حقونو ته د درناوي، بشرپالو مرستو، د مرستندویه بنسټونو د کارکوونکو او ملکیانو خوندیتوب، له ماشومانو ساتنه او د نا چاودېدونکو توکو او ماینونو پاکولو په اړه خبرې وشي.

د سویس د بهرنیو چارو وزارت ټينګار کړی چې دغه خبرې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په معنی نه دي. یاد وزارت همداراز زیاته کړې چې افغانستان د جګړې، د کورونا ویروس خپراوي او همداراز په ژمي کې د سړې هوا له امله په یوه بېړني او پېچلي وضعیت کې دي او دغه وضعیت ته د رسېدنې په موخه اسلامي امارت پلاوی یادې غونډه ته وربلل شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت چارواکو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام