بایډن: طالبان دې د افغان مېرمنو او نجونو حقونو ته درناوی ولري

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون د ملګرو ملتونو سازمان ۷۶مې کلنۍ غونډه کې د نورو مسلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړې. ولسمشر بایډن ټینګار وکړ چې افغان مېرمې او نجونې باید له ټولو حقونو برخمنې وي او اجازه ولري چې سیاسي، ټولنیزو او نور برخو کې خپله بشپړه وړتیا وښیي.

خوست کې یوه ډله ځوانان د اشر له لارې څلور کیلو‌مټره سړک رغوي

د خوست تڼيو ولسوالي یوه ډله ځوانان د يوې ټولنې په هڅو د «للمۍ» په نوم د کلي خراب شوی څلور کیلو‌مټره فرعي سړک په اشر او د دوی په مالي لګښت رغوي. دوی وايي، مخکیني حکومت ته یې د یاد سړک د رغولو وړاندیز کړی وو، خو په اړه يې مثبت ځواب تر لاسه نه‌کړ او اوس يې د کليوالو په اشر د هوارولو او جغل اچونې چارې پيل کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز: د سلام‌وطندار پر خبریال وسله‌وال برید غندو

د افغانستان د خبریالانو مرکز نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سلام‌وطندار پر خبریال او اډېټور محمد‌علي احمدي وسله‌وال برید غندلی دی. دغه بنسټ ویلي، دغه پېښه په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي، ګواښ او وېرې بهیر راژوندي کول دي چې په ژوره توګه د هېواد د رسنیو ټولنې د اندېښنې لامل شوی دی.

طالبانو د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د ګډون او وینا غوښتنه کړې

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، طالبانو ملګرو ملتونو ته د یوه لیک په استولو سره سهیل شاهین دغه سازمان ته د خپل دایمي استازي په توګه ورپېژندلی او په ملګرو ملتونو کې یې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د وینا کولو غوښتنه کړې ده. په ملګرو ملتونو کې د مخکیني حکومت دایمي استازی غلام‌محمد اسحاق‌زی و.