خوست کې یوه ډله ځوانان د اشر له لارې څلور کیلومټره سړک رغوي
د خوست تڼيو ولسوالي یوه ډله ځوانان د يوې ټولنې په هڅو د «للمۍ» په نوم د کلي خراب شوی څلور کیلومټره فرعي سړک په اشر او د دوی په مالي لګښت رغوي. دوی وايي، مخکیني حکومت ته یې د یاد سړک د رغولو وړاندیز کړی وو، خو په اړه يې مثبت ځواب تر لاسه نهکړ او اوس يې د کليوالو په اشر د هوارولو او جغل اچونې چارې پيل کړي دي.