د جګړې تودې څپې؛ له څلورو ولایتونو ۱۷۰۰۰کورنۍ کابل ته بېځایه شوي
په یوشمېر ولایتونو کې د جګړو د ډېروالي له امله سلګونه کورنۍ اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي او امنو سیمو ته خپل ځانونه ورسوي. د دغو بېځایه شویو ګڼشمېر کورنۍ یې پلازمېنې کابل ته کډه شوي او اوس د دغه ښار په پارکونو او نورو پراخو سیمو کې د شنه اسمان لاندې شپې او ورځې تېروي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.