Asset 1SWN

پاکستان کې وسله‌واله نښته؛ دوه سرتیري وژل شوي او څلور ټپیان دي

In this handout photograph released by Pakistan's Inter Services Public Relations (ISPR) on November 14, 2016, Pakistani army chief Raheel Sharif (4L) and military officials offer funeral prayers for soldiers who were killed in cross-border firing at the Line of Control (LoC) in Bhimber sector, in Jhelum some 120 kms south of Islamabad. 

The Pakistani military accused India on November 14 of killing seven soldiers in cross-border fire in disputed Kashmir, in what appeared to be an unusually high toll after months of surging tensions between the nuclear-armed neighbours. / AFP PHOTO / ISPR / HO

د پاکستان پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند تیرا سیمه کې له وسله‌والو سره په نښته کې دوه سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تیرا سیمه کې د نښتې پر مهال دوه وسله‌وال هم وژل شوي، خو دا نه دي ویل شوي چې دغه کسان د کومې وسله‌والې ډلې غړي وو.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

تراوسه کومې وسله‌والې ډلې د پاکستان د پوځ د ادعا په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه یې هم د نښتې په اړه څه ویلي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د روان میلادي کال له پیله تر دې مهاله د پاکستان په خېبرپښتونخوا، بلوچستان او یو‌شمېر نورو سیمو کې وسله‌وال بریدونه زیات شوي چې د یاد هېواد د امنیتي ادارو په وینا، د تېر کال په پرتله د پام وړ دېروالی ښيي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام