د کلیو او پراختیا وزارت مسوولان وايي چې بادغیس کې یې د «قادر‌اباد» د اوبو بند د رغونې چارې پیل کړې دي.

د اوبو د یاد بند د رغونې چارو لګښت ۱۲ میلیونه او ۵۰۰ ډالر اټکل شوی چې د مالیې وزارت له لوري ورکول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه بند چې د بادغیس په قادس ولسوالي کې موقعیت لري، ۲۰۰ مټره اوږدوالی، ۱۱۴ مټره پلنوالی او ۳۲ مټره اوږدوالی لري.

د کلیو او پراختیا وزارت سرپرست محمدیونس اخند‌زاده ویلي چې د قادر‌اباد د اوبو بند د ۱،۸۲ میلیونه مترمکعب اوبو د زېرمې ظرفیت لري چې پر مټ به یې ۱۴۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه هم خړوبه شي.

نوموړي زیاته کړه چې ټاکل شوې د یاد بند رغنیزې چارې د یوه کورني شرکت له لوري د دوو کلونو په ترڅ کې بشپړې شي.

د کلیو او پراختیا وزارت سرپرست همداراز وویل چې د دغه بند د جوړېدو چارو په پلېدو سره به زرګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د بادغیس د قادر‌اباد د اوبو بند د جوړېدو چارې په ۱۳۹۸ کال کې پیل شوې چې د نظام په پرځېدو سره یې چارې په ټپه‌ درېدولې وې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام