غني: د بهرنیانو له وتلو وروسته د طالبانو د تاوتریخوالي پر وړاندې درېدو ته اماده یو

افغان ولسمشر محمداشرف غني وایي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو د تاوتریخوالي پر وړاندې هر راز مقابلې ته چمتو دی. ولسمشرغني دغه څرګندونې د امریکا له پي بي اس ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې کړي دي.

ننګرهاري ولسونه په روژه کې اوربند غواړي

زرګونه ننګرهاریان نن د جمهوریت او افغان ځواکونو په ملاتړ را ټول شوي وو او په یوه خوله یې د سولې خبرو کې د چټکتیا او په روژه کې د سرتاسري اوربند غوښتنه وکړه. دوی ټینګار کاوه چې د سولې خبرو کې د تېرو شلو کلونو پر لاسته‌راوړنو معامله ورته د منلو نه ده؛ ځکه په وینا یې، په قربانیو یې ترلاسه کړې دي.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د روژې میاشتې په درناوي دې جګړه ودروي او سرتاسري اوربند دې وکړي.

صالح: اوربند او د سولې حکومت جوړېدل د استانبول غونډې اجندا کې شامل دي

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د استانبول غونډې لپاره چې ښايي په روانه اوونۍ کې جوړه شي، درې اجنداوې په پام کې نیول شوې دي.
نوموړي دا څرګندونې نن په کوهدامن کې د جمهوریت په ملاتړ جوړه شوې غونډه کې چې زرګونو کسانو په‌کې ګډون کړی و، کړې دي. د هغه په خبره، پر ارزښتونو هوکړه، اوربند او د سولې حکومت جوړېدل د استانبول غونډې په اجندا کې شامل دي.

«د سولې خبرو کې د اساسي قانون ارزښتونه د معاملې وړ نه دي»

د کابل والي محمدیعقوب حیدري وايي، د سولې خبرو کې دې پر هغو ارزښتونو معامله نه کېږي چې د لویې جرګې له لوري تصویب شوي دي.
نوموړي نن په غازي سټډیوم کې «د سولې په اړه د کابلیانو غږ» په نوم جوړه شوې غونډه کې چې زرګونه کسانو په‌کې ګډون کړی و، وویل چې سوله د افغانانو بنسټیزه غوښتنه ده، خو باید د خلکو او هېواد ګټې په‌کې خوندي شي.