
ملګريملتونه پاکستان کې ۸۰۰زره افغان سېلاب ځپلیو سره مرسته کوي
پاکستاني رسنیو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا (یواېناېچسيار) د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دغه اداره په پام کې لري چې یاد هېواد کې ۸۰۰زره سېلاب ځپلیو افغان کډوالو سره مرسته وکړي.
رسنیو همداراز ویلي چې اسلاماباد کې د امریکا سفارت دغه هېواد کې له سېلاب ځپلیو سره د دوو میلیونو ډالرو نوې مرستې اعلان هم کړی دی.














