
هند کې د ورا موټر چپهکېدو له امله ۲۵ کسان مړه شوي
هندي رسنیو نن چهارشنبه د تلې ۱۳مه راپور ورکړی چې د دغه هېواد په شمال اوټراکنډ ایالت کې د ورا یو «بس» موټر له سړک لاندې کندې ته لوېدلی چې له امله ۲۵ کسان مړه شوي دي.

هندي رسنیو نن چهارشنبه د تلې ۱۳مه راپور ورکړی چې د دغه هېواد په شمال اوټراکنډ ایالت کې د ورا یو «بس» موټر له سړک لاندې کندې ته لوېدلی چې له امله ۲۵ کسان مړه شوي دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له ګارډین ورځپاڼې سره په یوې مرکه کې د تحریک انصاف ګوند مشر او د دغه هېواد مخکینی لومړی وزیر عمران خان د ځمکې پرمخ تر ټولو لوی درواغجن کس بللی دی.

د پاکستان د طالبانو تحریک نن سهشنبه د تلې ۱۲مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د پېښور په متڼو تاڼې سیمه کې یې پرون دوشنبه د پاکستان د پوځ د موټرو پر یوه کاروان برید کړی او د یوه مېلشه په ګډون یې درې پوځیان وژلي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر «اېسجې شنکر» د روانې اوونۍ د شنبې پر ورځ د دغه هېواد په وډوډارا ښار کې د یوې غونډې پرمهال ویلي چې پاکستان په نړیواله ترهګرۍ کې لاس لري.

د اندونیزیا په ختیځ کې د فوټبال د دوو کلبونو ترمنځ له سیالي وروسته په ټېل ماټېل کې ۱۲۹ کسان وژل شوي او ۱۸۰ کسان ټپیان دي.

د کابل د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشتبرچي سیمه کې پر «کاج» ښوونیز مرکز د نننۍ مرګوني برید ته د غبرګونونو په لړ کې د افغانستان لپاره د بشريحقونو په چارو کې د ملګروملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بنټ دغه برید غندلی دی.

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف نن په کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز برید ته په غبرګون کې ویلي چې پر ښوونیزو مرکزونو بریدونه د منلو وړ نه دي.

د ا.ا ویاند ذبېحالله مجاهد نن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز برید یو لوی وحشت دی.
نوموړي لیکلي: «ا.ا د کابل دیارلسمه امنیتي حوزه کې پر کاج ښوونیز مرکز برید یو لوی وحشت بولي او په کلکو ټکو یې غندي. د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.»

د افغانستان لپاره د امریکا شاژدافیرې کرن ډېکر د کابل په لوېدیځ دشتبرچي سیمه کې پر «کاج» ښوونیز مرکز نننی برید غندلی او هغه یې یو شرمناک عمل بللی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا شاژدافیرې په دغه برید کې د قربانیانو کورنیو سره خپله خواږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله ښودلې ده.

په تخار کې محلي سرچینې سلاموطندار ته وايي چې بېګاه شپه د دغه ولایت د رستاق ولسوالي په «قزل» سیمه کې یوه کس ځان ځندۍ کړی دی.

د پوهنې وزارت نن پنچشنبه د تلې اوومه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ادارې یا یونېسف استازي محمداګ ایویا د دغه وزارت له نوي سرپرست حبیبالله اغا سره کتلي دي. په افغانستان کې د یونېسف استازي هم ویلي، دغه بنسټ به تل له پوهنې وزارت ملاتړ کوي او ترڅنګ به یې ولاړ وي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرېش په یوه راپور کې چې ټاکل شوې د دغه سازمان امنیت شورا ته یې وړاندې کړي، افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه القاعده شبکې د حضور په اړه یې پهکې اندېښنه ښودلې ده. د ملګرو ملتونو عمومي منشي نن د دغه سازمان امنیت شورا ته د افغانستان وضعیت په اړه خپل درې میاشتنی راپور وړاندې کوي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال نن کابل کې د «ګرځندوی نړیوالې ورځې» په نمانځغونډه کې وویل، پاکستان له امریکا د افغانستان پر فضا له ګرځېدونکې هرې بېپېلوټه الوتکې میلیونونه ډالر اخلي. نوموړی زیاته کړه داسې ویډیوګانې په لاس کې لري چې د امریکا بېپېلوټه الوتکې له کوم ځایه او له کومې لارې د افغانستان فضا ته ننوځي.

روسي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د پلازمېنې مسکو د ایژوسک ښار په یوه ښوونځي کې د وسلهوال برید پرمهال د اوو زدهکوونکو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي دي.

د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت ساتلو په موخه، سبا دوشنبه ۱۱ میلیونه ډالر بازار ته د لیلام په توګه وړاندې کوي.
د افغانستان بانک نن یکشنبه د تلې درېیمه پر خپله ټوېټرپاڼه له ټولو صرافانو او سوداګریزو بانکونو غوښتنه کړې چې په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

پاکستاني رسنیو نن یکشنبه د وږي درېیمه راپور ورکړی چې د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د یوې چاودنې پرمهال دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.