د پوهنې وزارت نن پنچشنبه د تلې اوومه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یا یونېسف ځانکړي استازي محمداګ ایویا د دغه وزارت له نوي سرپرست حبیبالله اغا سره کتلي دي.
دغه لیدنه پرون چهارشنبه د تلې شپږمه شوې ده. د پوهنې وزارت لیکلي، په دې لیدنه کې د پوهنې وزارت سرپرست افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د یونېسف له خدمتونو او فعالیتونو مننه کړې ده.
حبیبالله اغا ویلي چې له ټولو هغو خیریه بنسټونو او اړخونو مننه کوي چې د افغانستان ښوونیز نظام سره مرستې کړي او د دغه بنسټونو د ټولو پروګرامونو د پليکېدو لپاره به اسانتیاوې برابرې کړي.
په ورته مهال په افغانستان کې د یونېسف ځانګړي استازي هم ویلي چې دغه بنسټ به تل د افغانستان له پوهنې وزارت ملاتړ کوي او ترڅنګ به یې ولاړ وي.
محمداګ ایویا زیاته کړې چې ټول نړیوال تمویلوونکي دې ته هڅوي چې د افغانستان ښوونیز نظام څخه ملاتړ وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
حبیبالله اغا څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت د مشر هبتالله اخندزاده د حکم پربنسټ د پوهنې وزارت نوی سرپرست وټاکل شو.