د لوی اختر پرمهال نږدې ۹۰زره سیلانیانو پنجشېر ته ورغلي

د پنجشېر چارواکي وایي، د لوی اختر ورځو پرمهال شاوخوا ۹۰زره کورنیو سیلانیانو دې ولایت ته د چکر لپاره ورغلي او د پنجشېر په بېلابېلو سیمو کې یې د اختر ورځې تېرې کړې دي.

د چارواکو په وینا، پنجشېر د خپلو شنو طبیعي منظرو، ښکلو درو، بهېدونکو سیندونو او تاریخي ارزښتونو له امله د هېواد له مهمو کورنیو سیاحتي مرکزونو څخه ګڼل کېږي.

د پاریس سنت‌جرمن د اتلولي جشن؛ سلګونه کسان نیول شوي

د فرانسې د فوټبال کلب پاریس‌ سنت‌جرمن د اروپا اتلانو فوټبال لیګ تر ګټلو وروسته په پلازمېنه پاریس او د هېواد په نورو ښارونو کې زرګونه مینه‌وال سړکونو ته راووتل، خو د خوښۍ دا جشن په ځینو سیمو کې په تاوتریخوالي او ګډوډیو بدل شوی دی.

ناټو:د روسیې چلند د ټولو لپاره ګواښ دی

د ناټو عمومي منشي وايي چې د روسیې بې‌پروا چلند د ټولو لپاره ګواښ دی. مارک روټه دغه څرګندونې وروسته له هغې کړي چې له اوکراین سره نژدې د رومانیا پر یوه ښار تېره شپه د روسیې له لورې یو ډرون ولګید.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله مالدیف ته لاړه

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله په څلور اړخیزو سیالیو کې د ګډون لپاره مالدیف ته روانه شوې.

ټاکل شوې چې افغان لوبډله په دغو سیالیو کې د کوربه مالدیف، پاکستان او بنګله‌دېش د لوبډلو پر وړاندې سیالي وکړي.

روغتیا نړیوال سازمان: د سېلابونو اوبه د ناروغۍ خپرېدو خطر ډېروي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د سېلابونو اوبه د ناروغیو د خپرېدو خطر زیاتوي. یاد سازمان له خلکو غوښتي چې یوازې پاکې او جوش شوې اوبه وکاروي او له ککړو اوبو څخه ډډه وکړي.

د یاد سازمان په وینا، هغه خوراکي توکي چې د سېلاب له اوبو سره تماس لري باید ونه کارول شي.

لغمان کې د ټرافیکي پېښې له امله اتلس کسان مړه شوي

د یاد ولایت د والي ویاند عبدالمالک نیازی وايي چې د راستنېدونکو کډوالو د یوې کورنۍ د موټر چپه‌کېدو له کبله ۱۸ کسان مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، پېښه نن سهار شاوخوا ۵:۳۰ بجې د قرغیو ولسوالي د سرخکان څلورلارې ته نږدې رامنځته شوې ده.

په مړو شویو کسانو کې ۱۰ ماشومان او ۵ ښځې هم شاملې دي.

د امریکا جګړې وزیر: که خبرې ناکامې شوې، پر ایران د برید چمتووالی لرو

د امریکا د جګړې وزیر پیټ هیګسېت ویلي، که د ټرمپ اداره له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي، نو دا به یوه ښه هوکړه وي.

هغه د سنګاپور د «شانګري-لا» امنیتي غونډې پرمهال وویل چې امریکا د اړتیا په صورت کې د ایران پر ضد د پوځي بریدونو د بیا پیلولو بشپړ چمتووالی او د وسلو کافي زېرمې لري.

نړیوال جام او د برازیل هیله؛ نیمار ټپي شوی

برازیل داسې مهال د ۲۰۲۶کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو لپاره چمتووالی نیسي چې د دغه هېواد مشهور لوبغاړی نیمار د ټپي‌کېدو له امله د ملي لوبډلې لومړنۍ تمریني غونډه له لاسه ورکړې ده.

د برازیل فوټبال فدراسیون ویلي، ۳۴کلن نیمار د ښۍ پښې د ټپ له امله طبي معایناتو ته استول شوی او تر اوسه یې د لوبېدو په اړه وروستۍ پرېکړه نه‌ده شوې.

ایران د امریکا پر پوځي اډې برید کړی

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک وايي چې د امریکا پر یوه هوايي اډه یې برید کړی دی.

دغه برید د هغو امریکايي بریدونو په غبرګون کې شوی چې نن سهار د ایران د بندر عباس ښار هوايي ډګر ته نږدې سیمه په نښه کړې وه.

د یوناما مشر او د ترکمنستان قونسل د افغانستان په اړه خبرې کړي

د یوناما نوي ټاکل شوي مشر پاول یرشییف، په هرات کې د ترکمنستان له عمومي قونسل باتیار یولوف سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې د ترکمنستان قونسل د افغانستان لپاره د ملګروملتو مرستندوی ماموریت (یوناما) له نوي مشر سره د افغانستان د اقتصادي ملاتړ لپاره د سیمه‌ییزې همکارۍ او بنسټیزو پروژو په اړه خبرې کړې دي.

اروپا کې ګرمه څپه؛ فرانسه کې اووه کسان مړه شوي

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د اروپا ګڼ هېوادونه د اوړي له پیل مخکې د سختې او غیرمعمولي ګرمۍ له څپې سره مخ شوي دي.

په پرتګال، فرانسه، ایټالیا، جرمني او بریتانیا کې د تودوخې لوړې درجې خلک ساحلونو، پارکونو او د اوبو تفریحي سیمو ته اړ کړي دي.

د ۱۹کلنو ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو د ټاکلو سیالۍ پیل شوې

د کرېکټ بورډ له لوري د خوست په رحمت ولي مسرورلوبغالي کې د ۱۹کلنو ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو د غوراوي د پروسې خپلمنځي سیالۍ پیل شوې.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه پروسه تېره اوونۍ د روانې مې میاشتې ۱۷مه پیل شوې چې د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به دوام ومومي او دویمه برخه به یې د جون میاشتې له لومړۍ نېټې تر ۱۴نېټې دوام وکړي.

د ۱۴۰۵کال کانکور؛ د علاقې، کورني فشار او د وزګارتیا له ویرې د ځوانانو انتخاب

سلام‌وطندار د ۱۴۰۵کال د کانکور ازموینې له ۴۲ ګډونوالو څخه د مرکو پرمهال موندلې چې د یادو زده‌کوونکو له ډلې ۳۰ یې، د خپلې خوښې او څېړنې پربنسټ او پاتې ۱۲ د کورنۍ، ټولنیزو او اقتصادي فشارونو له امله د خپلې خوښې تحصیلي څانګې ټاکلې دي.