وزګارتیا او لوړې بیې؛ د کابل اوسېدونکي: د توکو د پېر کچه مو کمه شوې

د پلازمېنې کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د خوراکي توکو د بیو لوړېدو له امله دوی د خپل ورځني ژوند د خوراکي توکو اړتیاوو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ شوي دي.

د دوی په وینا، وزګارتیا او د ثابت عاید نشتوالی، پر کورنیو اقتصادي فشارونه زیات کړي دي. د کابل د څلورمې ناحیې اوسېدونکی نجیب‌الله وايي چې د پخوا په پرتله د هر څه بیې لوړې شوې دي.

له بدبینۍ تر کاري ملګري؛ مصنوعي ځیرکتیا سره د یوه ځوان د بلدتیا کیسه

ساویز ابرار یم، د ژورنالیزم پوهنځي څخه فارغ یم او دا مهال په یوه خصوصي کارګاه کې د ډیزاینر په توګه کار کوم. زما کاري برخه تر ډېره په ډیزاین ورټوله ده. ګرافیکي نوښت او د منځ‌پانګې تولید کې ډېر کار کوم او د خپرولو لپاره یې چمتو کوم.

کندوز کې شاوخوا ۴زره راستنوشویو کورنیو ته ځمکې وېشل شوي

د کندوز محلي مسوولان وايي چې له پاکستان، ایران، تاجکستان او ترکیې څخه راستنو شویو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې او تراوسه له څلور زره څخه ډېرو کورنیو ته د هستوګنې نمرې ځانګړې شوې دي.

د کندوز د ښار جوړونې او کور جوړونې رییس مولوي محمدرمضان کلیم ویلي، دا ځمکې د چهاردرې ولسوالي د «خواجه کفتر» کډوال ښارګوټي کې وېشل شوې دي.

سي‌بي‌اېس: امریکا د ایران پروړاندې برید ته چمتووالی نیسي

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد حکومت د ایران پر ضد د احتمالي نویو پوځي بریدونو لپاره چمتووالی نیسي، خو تراوسه وروستۍ پرېکړه نه‌ده شوې.

سي‌بي‌اېس خبري شبکې د باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ ادارې د جمعې پر ورځ، د ډیپلوماټیکو هڅو ترڅنګ، د ایران پر وړاندې د نوي پوځي برید لپاره تیاری روان ساتلی و.

روغتیا نړیوال سازمان: کانګو کې د ایبولا ناروغۍ د خپرېدو خطر ډېر لوړ شوی

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې د ایبولا ناروغۍ د خپرېدو خطر ډېر لوړ شوی دی. د دې سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریسوس ویلي، که څه هم په سیمه کې وضعیت د اندېښنې وړ دی، خو د نړۍ په کچه د دې ناروغۍ خطر لاهم ټیټ ګڼل کېږي.

روسیې خپل اټومي مهمات بلاروس ته لېږدولي

روسیې د خپلو پراخو اټومي پوځي تمرینونو په لړ کې اټومي مهمات بلاروس ته لېږدولي او په ساحوي زېرمتونونو کې یې ځای پر ځای کړي دي.

دا اقدام په داسې وخت کې کېږي چې د بالتیک سیمې د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله د روسیې او د ناټو د اروپايي غړو ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.

اختر او د کور پاک‌کاري؛ اومېندواره مېرمنو ته د ډاکټرانو خبرداری!

افغانستان کې د اختر په رانږدې کېدو سره ډېری افغان مېندې او مېرمنې د کور پر پاکولو لګیا کېږي چې دغه چاره اومېندواره مېرمنو ته ګواښونکې کېدای شي.

ډاکټران وايي، دارنه کارونه او له دمې پرته د درنو توکو او څېزونو پورته کول، اومېندواره مېرمنو  او د دوی ماشوم ته جدي پایلې لرلی شي.

۱۰۲۹ کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو بېرته راستنې شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، پرون پنجشنبه، غويي ۳۱مه، هېواد ته راستنو شويو افغان کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او عامه پوهاوي په برخو کې بېلابېل خدمات وړاندې شوي دي.

لوی اختر او د کانګو ناروغۍ؛ «خاله مې ژوند له لاسه ورکړ»

هرکال د لوی اختر په رانږدې‌کېدو او د هوا په تودېدو سره، د هېوادوالو ترمنځ د کانګو ناروغۍ د خپرېدو اندېښنې زیاتېږي. یوشمېر هغه کسان چې په دې وروستیو کې په خپله یا یې د کورنۍ غړي پر دغې ناروغۍ اخته شوي، وایي، د عامه پوهاوي نشتوالی، له څارویو سره نېغ تماس او د څارویو د حلالولو پرمهال بې‌احتیاطي، د دې ناروغۍ د خپرېدو اساسي لاملونه دي.

لوګر کې د څښاک اوبورسولو  یوې شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې

د لوګر د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسؤلین وایي، چې د څرخ ولسوالۍ اړوند د خواجه اسماعیل سیمې لپاره د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ پلي کېږي، چې له بشپړېدو وروسته به شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

مېټا شرکت ۸۰۰۰ کسان له دندو ګوښه کوي

د ټولنیزو شبکو ستر شرکت «مېټا» اعلان کړی چې د خپلو نړیوالو کارکوونکو لس سلنه برخه له دندو ګوښه کوي چې شمېر یې شاوخوا اته زره کسانو ته رسېږي.

د راپورونو له مخې، دا ګوښه کول په درې پړاوونو کې کېږي او لومړۍ څپه یې د روانې اوونۍ د چهارشنبې، مې ۲۰مه، پیل شوې ده.

۲۱ ولایتونو کې د سختو اورښتونو اټکل شوی

د هېواد د هواپېژندنې ریاست خبرداری ورکړی چې نن پنجشبنه، غويي ۳۱مه، د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې، برښنا او تېزو بادونو اټکل کړی دی.

د یاد ریاست د خبرتیا له مخې، دغه اټکل په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، پنجشېر، پروان، کاپیسا، لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، میدان‌وردګ او بامیان ولایتونو کې شوی دی.

ایران د وسله‌وال پاڅون په تور دوه کسان اعدام کړي

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس «تسنیم» راپور ورکړی چې دغه کسان د هېواد د امنیت د ګډوډولو لپاره د یوې ډلې په جوړولو او له یوې «ترهګرې ډلې» سره د تړاو په تور محکوم شوي وو.

د راپور له مخې، پر دغو کسانو دا تورونه هم لګېدلي وو چې د جنایي ډلو په جوړولو سره یې وسله‌وال پاڅون کړی، ډزې یې کړي او د یادې ډلې د موخو د پلي‌کولو لپاره یې د ترور هڅې کړې دي.

حزب‌الله پر اسراییلو بریدونه کړي

د لبنان حزب‌الله ډلې ویلي چې د لبنان په سوېل کې یې پر اسراییلي ځواکونو او پوځي وسایطو بریدونه کړي دي.

د دغې ډلې په خپره شوې خبرپاڼه راغلي چې د سهار په لومړیو ساعتونو کې یې د اشغال لاندې لبناني ښارګوټو «دیبل»، «رشاف» او «بیاضه» کې د اسراییلي سرتېرو او پوځي موټرو پر کاروان راکېټي بریدونه کړي دي.