د پکتيا مرکز ګردېز اړوند په غلام‌خېلو سيمه کې د خطابې د کوچيانو منځی ښوونځی لپاره د سيمې اوسيدونکي په خپل شخصي لګښت د ودانی جوړولو چارې پيل کړې دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې د خطابې کوچيانو منځني ښوونځي کې ۴۰۰ زده‌کوونکي زده‌کړې کوي چې سرپناه يې نه درلوده، خو د سيمې خلکو يې په شخصي لګښت د سرپناه جوړولو چارې پيل کړې دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي صالح جان وويل چې له خلکو چندې راټولوي او د زده‌کوونکو لپاره يې لس خامې خونې پرې جوړې کړې دي.

د ياد ښوونځي يوه زده کوونکي حميدالله وویل چې تر دې وړاندې يې سرپناه نشتون له امله په ازاده فضا کې زده‌کړې کولې چې د باد او بارانونو او سختې ګرمۍ له امله يې د زده‌کړو بهير هم ټنکی شوی و.

د يادې سيمې يو بل اوسېدونکي نورجمال هم وويل چې د خطابې د کوچيانو منځني ښوونځي ته پنځه کاله وړاندې د ودانۍ د جوړيدو بنسټ ډبره کېښودل شوه، خو د اسلامي امارت په راتګ سره يې چارې نيمګړې پاتې شوې چې دوی يې د بشپړېدو غوښتنه کوي.

د پکتيا پوهنې رياست مسوولان هم د خلکو له دې اقدامه هر کلی کوي. د پکتيا پوهنې رییس مولوي عبدالقيوم فاروقي وايي، د روان لمريز کال په تېرو دوو مياشتو کې ولسي خلکو د پوهنې رياست سره بيلابيلو برخو کې شاوخوا اته ميليونه افغانيو په اندازه مرستې کړې دي.

هغه وويل چې يو همکار بنسټ د خطابې کوچيانو منځني ښوونځي په ګډون د يو شمېر نورو ودانيو چارې هم نيمګړې پريښې خو ډاډ څرګندوي چې چارې به يې بشپړې کړي

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام