یونېسف: د افغان ماشومانو لپاره د ښوونیزو وسایلو برابرول دوام لري

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا(UNICEF)  ویلي چې د نړیوال بانک، د اسیا د پراختیا بانک او د زده‌کړو لپاره د نړیوال مشارکت په همکارۍ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ماشومانو ته د تعلیمي وسایلو د برابرولو بهیر روان دی.

۲۰ ولایتونو کې د پولیوضد واکسین کمپاین؛ شاوخوا ۸میلیونه ماشومان واکسنېږي

د ماشومانو د فلج (پولیو) ضد ملي فرعي کمپاين د دویم پړاو له پیل سره هم‌مهاله، رایحه چې ۳۲ کلنه ده او د کابل اوسېدونکې ده او درې ماشومان لري، وایي چې د هر پړاو په پیل کې خپل ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکوي. هغه د خپلو ماشومانو او ټولنې د روغتیا لپاره واکسین اړین ګڼي.

د هلمند بُست ولایتي روغتون کې ۸۶۰۰ وړیا عملیاتونه شوي

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې بُست ولایتې روغتون ته د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو سربېره، ان د ځینو ګاونډیو ولایتونو ناروغان هم د درملنې په موخه دغه روغتون ته ورځي.

د یاد روغتون مسوولان وايي، له شته امکاناتو په ګټې‌اخیستنې هڅه کوي چې ټولو ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

ټرمپ ایران ته: وخت پای ته رسېږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دې د امریکا غوښتنو ته ځواب ووایي، کنه له سختو پایلو سره به مخ شي.

ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشال» کې لیکلي، د ایران لپاره وخت په پای ته رسېدو دی، که چټک اقدام ونه کړي، «له هغوی به هېڅ شی هم پاتې نه شي»

د حوثیانو پوځي مشر: له حماس به خپل ملاتړ ته دوام ورکړو

غزه کې د حماس د لوړپوړي قومندان تر وژل‌‌کېدو وروسته د یمن حوثي ډلې له حماس د خپل ملاتړ څخه د دوام ډاډ ورکړی دی.

د حوثیانو د پوځ مشر یوسف حسن المداني پر خپل ټیلیګرام د خواخوږۍ په پیغام کې ویلي چې د حماس د قومندان عزالدین الحداد وژل‌کېدل، د فلسطیني مقاومت او د سیمې لپاره ستره ضایعه ده.

ایران امریکا ته: کلابندي ختمه کړئ، ګنې عمان سمندر به مو هدیره شي

د ایران یوه لوړپوړي چارواکي امریکا ته خبرداری ورکړی چې د ایران د بندرونو پر وړاندې روانه کلابندي دې پای ته ورسوي، کنه نو، د عمان سمندر به د امریکايي ځواکونو هدیره شي.

د ایران د مصلحت تشخیص شورا غړي او د سپاه پاسداران پخواني قوماندان محسن رضايي دولتي ټلوېزیون ته ویلي چې د ایران پوځ د هر ډول نورو نښتو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

بلخ کې د ۱۵۰میلیونه افغانیو په لګښت سوداګریز مارکېټ جوړېږي

دغه سوداګریز مرکز د یوه افغان پانګه‌وال له لوري د یاد ولایت مرکز مزارشریف ښار کې جوړېږي. د معلوماتو له مخې، دا درې پوړیز مارکېټ به د کانونو او پټرولیم وزارت اړوند پر څه باندې ۲۵۰۰ مربع متره ځمکه جوړ شي.

د یادې پروژې مسوول محمداصف مهمند ویلي، هڅه کوي چې د دې مارکېټ د جوړولو چارې تر یوه کال کم وخت کې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.

پر روسیې د اوکراین برید؛ څلور کسان وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي

د روسیې پلازمېنې مسکو په ګډون د یاد هېواد پر ګڼو سیمو د اوکراین د ډرون بریدونو له امله څلور کسان وژل شوي دي.

روسي چارواکو ویلي چې په دغو بریدونو کې لږترلږه څلور کسان وژل شوي دي. درې کسان د مسکو اړوند سیمه کې وژل شوي او یو بل کس د بلګورود په ښار کې چې د اوکراین پولې ته نږدې پروت دی، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

له سپین تباشیر تر روښانه سبا؛ د یوې ښځینه ښوونکې کیسه

هر سهار کله چې د لمر وړانګې لا د ښار پر بامونو بشپړې نه‌وي خورې شوې، نازنین متین خپل درسي پلان رااخلي او د ښوونځي پر لور روانېږي. د هغې لپاره ښوونځي ته تګ یوازې د یوه کاري ورځې پیل نه دی، بلکې د ماشومانو د روښانه راتلونکي د جوړولو سفر دی.

د ټرمپ د سفر پای؛ پوتین چین ته سفر کوي

چین ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سفر وروسته، ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روانې مې میاشتې له ۱۹مې تر ۲۰مې چین ته رسمي سفر وکړي.

د کرملین د اعلامیې له مخې، پوتین او د چین ولسمشر شي جین‌پینګ به د مسکو او بیجینګ ترمنځ د هر اړخیزې ملګرتیا او ستراتیژیکو همکاریو د لاپیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.

پر غزې بریدونه؛ ۲۴ ساعتونو کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۵۷ ټپیان دي

د غزې د روغتیا وزارت مسوولان وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلي بریدونو له امله ۱۳ کسان وژل شوي او ۵۷ نور ټپیان دي.

د فلسطین رسمي خبري اژانس وفا د راپور له مخې، روغتونونو ته د ۱۳ وژل شویو جسدونه وروړل شوي چې په‌کې یو کس د پخوانیو ټپونو له امله مړ شوی و.

د کډوالۍ ژوند؛ فرصتونه، ستونزې او د هویت ساتنه

یوشمېر افغانان چې په وروستیو کلونو کې له هېواده کډوال شوي، وايي چې په بهرنیو هېوادونو کې ژوند ورته د زده‌کړې، کار او شخصي ودې نوې دروازې پرانیستې دي. خو له دې فرصتونو سره سره، ژبني، کلتوري او د هویت اړوند ستونزې لاهم د کډوالۍ د تجربې نه بېلېدونکې برخه ده.

قطر او چین د افغانستان وضعیت په اړه خبرې کړي

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر محمدبن عبدالعزیز الخلیفي د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیایونګ سره د افغانستان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د قطر تریبون د پنجشنبې پر ورځ (غويي ۲۴مه) راپور ورکړی چې په دې لیدنه کې د افغانستان وروستي سیاسي او امنیتي تحولات تر بحث لاندې نیول شوي دي.

له ایران او پاکستانه ۵۲۲۹ افغانان بېرته راستانه شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسوولان وايي چې له ایران او پاکستان څخه پنځه زره او دوه سوه نهه ویشت افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دغو راستنو شویو کسانو کې له نهه سوه پنځه اویا څخه ډېرې کورنۍ شاملې دي.